قطر ته له تللي افغان پلاوي څخه د مدني ټولنو او رسنیو غوښتنې
۱۳۹۸ تیر ۱۵, شنبهیو شمیر افغان رسنیو په افغان سوله کې له مرسته کوونکو هېوادونو او قطر ته له تللي پلاوي څخه غوښتنه کړې چې دا ځل دې د افغان سولې په اړه ټول جزیات له ملت سره شریک کړل شي او عاجل اوربند دې اعلان کړي.
د رسنیو او مدني ټولنو ګډې ډلې په افغان سوله کې د مسؤلیت له مخې یو لړ وړاندیزونه وکړل چې مهم یې د بېړني اوربند اعلان، د ملي ګټو په پام کې نیول، د سولې لپاره باور جوړونه، عدالت په پام کې نیول، پر ټاکنو هوکړه او د ډيموکراټيک نظام رامنځته کېدل دي.
دوی د کنفرانس په سر کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په هغه کې ټولې غوښتنې او سپارښتنې وړاندې شوې وې.
یوسف رشيد د ګډې اعلامیې له مخې وویل: «لکه څرنګه چې ټول پوهېږئ چې د افغانانو تر ټولو لویه غوښتنه دا ده چې وینه بهېدنه بنده شي، او دوه اړخیزه اوربند اعلان شي. دا آرمان هغه مهال عملي کیږي چې د سولې خبرې رښتینې بڼه غوره کړي. پر همدې اساس د مدني ټولنو او رسنیو ګډه ډله له دې ځایه اعلان کوي چې د سولې د ساتلو له پاره تر هرڅه لومړی په کار ده چې دیني، تاریخي، فرهنګي او بشري ارزښتونه خوندي وساتل شي، او عدالت غوښتنه ورته وشي.»
دوی وايي تر اوسه چې د طالبانو، امریکا او نورو لورو تر منځ ناستې تر سره شوي، جزئیات یې له خلکو سره نه دي شریک شوي او دا چې اوسنی تللی پلاوی باید ټول جزئیات له ملت سره شریک کړي.
په کنفرانس کې له تللي پلاوي څخه غوښتنه شوې چې ډېر باید پر دې کار وکړي چې د سولې لپاره د باور فضا رامنځته کړي.
یوسف رشید وايي اوربند تر هرڅه مهم دی او وروسته دې خبرې پر مخ یوړل شي: «د مذاکراتو ټول اړخونه باید اوربند او د جګړې پای ته رسول د خپلو خبرو لومړیتوب وبولي، تر څو نور د افغانستان خلک د جګړې قرباني نشي.»
د مدني ټولنو او رسنیو په ګډ کنفرانس کې بیا هم پر دې ټنیګار وشو چې دوحې ته تللی پلاوی باید تر ګوندي او کټګوریزو ګټو ملي اړتیاوو او غوښتنو ته لومړیتوب ورکړي.
د کنفرانس یو تن ګډون وال دانش کړوخېل په دې اړه وویل: «تر ډېره حده موږ له دې پلاوي څخه چې له کابله ځي مطمین یو خو خدای دې وکړي چې دوی د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونیسي.»
په دې پلاوي کې شاوخوا له لسو ګټه ګوریو څخه خلک تللي چې د نن په کنفرانس کې پرې باور وښودل شو.
طالبانو ویلي چې له امریکا سره یې خبرې تر ۹۰ سلنې پای ته رسېدلې او تر پاته خبرو وروسته به له افغان لوري سره خبرې کوي خو له افغانستان څخه باید د حکومت، او د ټاکنیزو ټیکېټونو مشران او مرستیالان نه وي.
په دې لیست کې ۵۳ کسان له افغانستان څخه د قطر پلازمینې دوحې ته رسیدلي دي. طالبانو د پنجشبې په ورځ ویلي و چې د جمعې تر رخصتۍ وروسته به د شنبې په ورځ له امریکايي پلاوي سره پر پاته مواردو هم بحث وکړي او تر هغه وروسته به له افغان پلاوي سره پر سوله وغږیږي.
خلیل الرحمن امید، کابل