1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قریشي د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادیدو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ شهریور ۱۹, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي چې نړیواله ټولنه مسئولیت لري چې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنيوی له پاره مرسته وکړي. بلخوا د هسپانیې خارجه وزیر د خپلو پاتي افغان همکارانو د رایستلو په موخه نن اسلام آباد ته تللی.

https://p.dw.com/p/409pl
Deutschland, Berlin | Außenminister: Qureshi trifft Maas
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي، د جمعې په ورځ په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې پاکستان سربیره پر دې چې محدودې سرچينې لري، یوه ورځ مخکې يې د خوراکي موادو او درملو یوه الوتکه کابل ته ولیږدوله. هغه زیاته کړې چې نورې مرستې به هم د ځمکې له لارې هم ولیږدول شي.

قريشي ويلي دي چې په افغانستان کې به یو بشري کړکیچ په سیمه او يا نړۍ کې د هيڅ چا په ګټه نه وي. هغه ویلي دي چې پاکستان له نړيوالې ټولنې څخه غواړي، څو د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي، څو کابل د خپلو پيسو په کارولو د مخ په خرابیدونکي بشري کړکیچ مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت اوس مهال د افغانستان مرکزي بانک ۹ میلیارډه ډالرو ته لاسرسی نه لري. دغه پیسې تیره میاشت په افغانستان کې د سیاسي تحولاتو په رامنځ ته کيدو سره کنګل شوې.

قریشې دغه څرګندونې داسې وخت کړي چې نن جمعه (د سپتمبر ۱۰مه) د هسپانيا د بهرنيو چارو وزیر، خوزې مانوئل آلبارس، د افغانستان پر موضوع د خبرو اترو له پاره اسلام آباد ته رسیدلی دی.

د هسپانيې د بهرنیو چارو وزير هلته له افغانستان څخه د هغو افغانانو د رایستلو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې کومو چې په افغانستان کې د هسپانیې له پوځ سره کار کړی دی.

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر په یوه ويډيو کې چې په ټويټر خپره شوې ویلي: «زه به هڅه وکړم د هغو افغانانو د رایستلو له پاره چې موږ سره يې مرسته کړې، یوه ډاډمنه لار پیدا کړم. په دې هدف چې هيڅ څوک تر شا نه پریږدو.»

هسپانيا وايي چې تر اوسه يې څه باندې ۲۲۰۰ افغانان له افغانستان څخه رایستلي دي. په دغو کسان کې ډيری يې هغه افغانان ښودل شوي چې په تیرو شلو کلونو کې يې په افغانستان کې د هسپانیې له پوځ، سفارت او دغه راز د امریکا متحده ایالاتو او ناټو سره کار کړی دی.