قبايلي سيمې: د طالبانو د راستنېدو ويره
د مومند قبايلي سيمې د ۵۵ کلنې باصالحه ميړه او زوی د اسلامي تندلارو په بريدونو کې وژل شوي. اوس يو وار بيا په سيمه کې د طالبانو د راستنېدو ويره خپره ده.
له کړاونو ډګ ژوند
د پاکستان د قبايلي سيمو د ښځو ژوند ډېر له مشکلاتو ډک دی. خو د ۵۵ کلنې باصالحه ژوند چې په ۲۰۰۹م کال یې زوی او په ۲۰۱۰م کال یې میړه په ترهګریزو بریدوو کې ووژل شول، له کړاونو ډک دی. هغه د مومند سيمې په مرکز غلنۍ کې ژوند کوي. په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د امريکا متحده ایالاتو تر مداخلې وروسته، د دې سيمې خلک د وسله والو طالبانو له خوا سخت وځپل شول.
له ټولو خواو بريدونه
د باصالحه مشر زوی د ۲۳ کلونو په عمر له سيمه ایزې «امن کميټې» له خوا ووژل شوی. هغې دويچه ويله ته وويل چې د طالبانو ضد دې ډلې یې پر زوی له دغه تندلارو سره د مرستې شک درلود. د پاکستان د پوځ علمیاتو په سيمه کې نسبي امن راوست خو په افغانستان کې مخ پر خرابيدونکی امنيتي وضيعت دلته د طالبانو د بيرته راستنېدو ويره ډېره کړې ده.
خونړی پړاو
د باصالحه مېړه عبدالغفران يو کال وروسته هغه وخت ووژل شو چې د ۲۰۱۰م د دستمبر پر ۶مه نېټه دوه ځانمرګو برید ګرو يوه دولتي ودانۍ په نخښه کړه. هغې وويل چې میړه یې د زوی د وژنې په بدل کې د تاوان ترلاسه کولو له پاره هلته تللی وو. په دې بريد کې په لسونو کسان وژل شوي ول. هغې وويل چې په قبايلي سيمه کې د ښځو له پاره بې له مېړه او يا د کورني د بل بالغ نارينه ډېر ستونزمن وي.
امید له لاسه نه ورکول
باصالحه د ژوند د ورځينو اړتياو د پوره کولو له پاره هلې ځلې کوي. د هغې کلی له بسټيزو آسانتياو لکه ګاز، دوامدارې بريښنا او انترنت څخه محروم دی. خو د مېړه او زوی تر وژل کیدو وروسته هغې اميد له لاسه ور نه کړ. هغې ونه غوښتل چې دولتي مرسته چې د میاشتې لس زره کلدارې وې، ترلاسه کړي.
په خياطۍ د لګښتونو پوره کول
هغې غوښتل چې اولادونه یې مناسبې زده کړي وکړي. نوموړې دويچه ويله ته وويل: «دا آسانه نه وه. يو وخت داسې هم راغې چې ما ويل زما ژوندي پاتيدل نوره ګټه نه لري او زه په دې ټولنه کې نور ژوند نه شم کولی.» هغه زياتوي چې په مومندو کې ښځې اجازه نه لري نزدې پراته بازار ته يوازې ولاړې شي. خياطي د هغې د عايد يوه مهم سرچينه ده. هغه د ميرمنو د يوه جوړه کاليو ګنډلو په بدل کې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کلدارې په لاس راوړي.
د محرم شرط
باصالحه وايي چې د میړه تر مړينې وورسته به یې په کور کې ډوډۍ پخولې او کوچنيو لورګانو به یې د سړک پر غاړه پلورلې. بيا ېې لورګانې سترې شوې او دا کار یې نور نه شو کولی. هغه زياتوي: «همدا وو چې بيا ما د بړستنو په ګنډلو لاس پوري کړ او پر کليوالو به مې پلورلې.» په دغه سيمه کې ښځې بازار ته د تګ پر وخت د کورنۍ د يوه نارينه غړي له خوا بايد بدرګه شي، بې تفاوته ده چې په هر سن وي.
د تاوتريخوالي راستنېدل؟
د پاکستان په شمالي او جنوبي قبایلي سيمو کې د تندلارتوب او ترهګرۍ په زرونو قربانيانې کورنۍ ژوند کوي. د باصالحه ليور عبدالرزاق وايي چې اوس یې هم هغه ورځ په ياد ده چې عبدالغفران د طالبانو په بريد کې ووژل شو. هغه هیله لري چې په سيمه کې یې يو ځل بيا تاوتريخوالي او ګډوډۍ رامنځته نه شي.