فیفا: تر ۴۰ سلنه زیاتې ټاکنیزې حوزې له خطر سره مخامخ دي
۱۳۹۷ فروردین ۹, پنجشنبهپه افغانستان کې د «آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ» فیفا، اجرائیوي مشر محمد یوسف رشيد، د چهارشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې په ټوله کې د رای ورکولو له ۷۴۰۰ ټاکنیزو مرکزونو څخه چې ټاکل شوې ده د راتلونکو پارلماني ټاکنو له پاره رامنځته شي، ۹۴۸ یې په داسې سیمو کې موقعیت لري چې د «حکومت له کنترول څخه د باندې» دي. یا په بل عبارت دغه سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي.
رشيد همدارنګه ویلي دي چې د رای ورکولو ۱۱۲۰ حوزې تر لوړ امنیتي ګواښ لاندې دي او ۱۱۲۲ نورې یې د منځنۍ کچې له امنیتي ګواښ سره مخامخ دي.
که څه هم د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې چې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي، خو لویدیځ چارواکي وایې چې کیدای شي انتخابات د اکتوبر تر میاشتې پورې وځنډول شي.
محمد یوسف رشيد خبرداری ورکوي چې د پارلماني ټاکنو ځنډيدل به، د جمهوري ریاست انتخابات چې ټاکل شوی ده د ۲۰۱۹ م کال د اپریل په میاشت کې به ترسره شي، هم له خطر سره مخامخ کړي.
د هغه په خبره که ټاکنې د اکتوبر په میاشت کې ترسره شي د امنیتي ستونزو تر څنګ به لوجستيکي ستونزې هم راڅرګندې شي، ځکه چې په خبره یې د کال په دې موسم کې په ډیرو سیمو کې واورې وریږي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان پارلماني ټاکنې په ۲۰۱۵ م کال کې ترسره شي، خو د ۲۰۱۴م کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د جنجال او شخړو له امله دغه ټاکنې هم وځنډیدې.