مرکه کوونکی: مسعود جهش۱۳۹۶ بهمن ۲۶, پنجشنبهطالبانو د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د خلکو په ادرس یو لیک خپور کړی دی چې په کې راغلي چې دغه ډله غواړې د سولې له لارې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي. د افغانستان د چارو کارپوه یونس فکور، په دې نظر دی چې دا لیک د امریکا متحده ایالاتو د هوایي بریدونو او پر پاکستان د واشنګتن د فشارونو د کمولو له پاره یوه هڅه ده.