غور: طالبانو ولسي پاڅون کوونکي وژلي
۱۳۹۸ خرداد ۱۸, شنبهد غور د ولايتي شورا غړيو فضل الحق احسان او عبدالبصير قادري ويلي چې په دولتيار ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او د سيمې د اوسيدونکو ترمنځ نښتو کې نور درې کسان ټپيان شوي هم دي.
د فضل الحق احسان په حواله نښتې هغه مهال رامنځته شوې چې د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر له طالبانو سره د يوځای کيدو خبره رد کړې وه.
د چارواکو په حواله که څه هم چې د غور ولايت ټولې سيمې د حکومت په لاس کې دي، خو ډېری ولسوالۍ یې د طالبان له خوا تر تهديد لاندې دي او طالبان پرې وخت نا وخته يرغلونه کوي.
د دې تر مخه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي ول چې د اختر په دريو ورځو کې يې پر حکومتي ځواکونو بريدونه درولي ول.
د غور د والي وياند عبدالحي خطيبي هم پېښه تائید کړې او ويلي يې دي چې د جمعې د ورځې په دې بريد کې نور اووه تنه پاڅون کوونکي ټپيان شوي هم دي چې له دوی څخه يې د دوو روغتيايي حالت ښه نه دی.
خطيبي زياته کړه چې امنيتي ځواکونو طالبان پر شا تنبولي دي.
bs/ns (AP)