په غزني کې په هوايي بريد کې د ملکيانو د وژنې ادعا
۱۳۹۸ مهر ۷, یکشنبهد دغې حملې په اړه ويل شوي چې شپې له خوا ترسره شوې ده.
د رويټرز خبري آژانس په حواله، د غزني د پوليسو وياند احمد خان سيرت د شنبې په ورځ وويل چې د خواجه عمري ولسوالۍ په لسونو اوسيدونکو د وژل شوو کسانو جسدونه د اعتراض په موخه د غزني ولایت مرکز ته راوړي دي.
سيرت وويل چې په پام کې ده چې نن به د غزني والي او امنيه قوماندان له دغو اعتراض کونکو سره وګوري او غوښتنو ته به يې ځواب ووايي.
په کابل کې امريکايي ځواکونو هم د یکشنبې ورځې حمله منلې، خو زياتوي چې په حمله کې ېې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژلي دي. دغو ځواکونو ويلي چې حمله د خواجه عمري ولسوالۍ ته نژدې، د خواجه عمري او خوګياڼو ولسواليو ته نژدې شوې ده.
د افغانستان په جګړه کې نه يوازې د طالبانو په بريدونو کې ډیری وخت ملکيان وژل کيږي، بلکې د حکومتي ځواکونو او د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ نړيوالو ځواکونو په حملو کې هم ملکيانو ته تلفات اوړي. د ملکيانو د تلفاتو کچه په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې متحده ايالاتو د روانې ميلادي مياشتې په لومړيو کې طالبانو سره د سولې خبرې اترې ودرولې، لوړه شوې ده.
آژانسونه/م ک ص/ن ص