1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان: طالبان د یوه اوربند پر لور روان دي

۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د دویچه ویله له مدیر مسئولې اینس پول، سره په یوې ځانګړې مرکه کې د افغانستان د سولې، ایران د شخړې، د هند حکومت او کشمیر وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/3WIgi
DW-Chefredakteurin Ines Pohl im Exklusivinterview mit Imran Khan
انځور: DW

اینس پول: ښاغلی خان، ښايي تاسي په نړۍ کې یوه له تر ټولو سختو دندو څخه ولرئ. ستاسو هیواد باید له امریکا او چین سره په خپلو اړیکو کې انډول وساتي. بیجینګ غواړي په پاکستان کې پانګونه وکړي، خو دا له واشنګټن سره ستاسو اړیکې سختوي. ستاسو هیواد همداراز له جګړه ځپلو هیوادونو لکه ایران او افغانستان سره هم پوله لري. د دې ټولو مديريت څرنګه کوئ؟

عمران خان: زه ځکه سیاست ته راغلم چې فکر مې کاوه پاکستان ډیر زیات پوتینسیل لري. کله چې زه لویدم، نو پاکستان په نړۍ کې د ودې تر ټولو لوړه کچه لرله، چې يوه بېلگه يې په۱۹۶۰مو کلونو کې وه. خو موږ خپله لاره ورکه کړه. سیاست ته د راتگ هدف مې د همدې پوتینسیل بیرته رامنځ ته کول وو.

دا رښتیا خبره ده چې موږ په یوه ستونزمنه سیمه کې پراته یوو او د خپلو اقداماتو انډول بايد وساتو. د بیلګې په توګه سعودي عربستان د پاکستان له سترو دوستو هیوادونو څخه یو دی، چې تل زموږ تر څنګ ولاړ دی. له بلې خو بیا موږ له ایران سره هم تل ښې اړیکې ساتلې دي. له همدې کبله د ایران او سعودي عربستان تر منځ یوه پوځي شخړه به د پاکستان له پاره له ناورینه ډکې پایلې ولري. موږ په خپل توان کې هر څه کوو چې د دغو دوو هیوادونو تر منځ اړیکې له کنتروله ونه وځي. دا یوه داسې سیمه ده چې د یوې بلې جګړې توان نه لري.

د افغانستان په برخه کې هم پاکستان خپلې ټولې هڅې کوي چې په دې هیواد کې سوله راشي. دا یو داسې هیواد دی چې په تیرو ۴۰ کلونو کې د جګړو له کبله ډیر کړیدلی دی. موږ دعا کوو چې طالبان، امریکایان او افغان حکومت سولې ته ورسیږي.

اینس پول: نژدې وه چې تیر کال د هندوستان او پاکستان تر منځ جګړه پیل شي. له هغه وخت راهیسې چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، په اګست میاشت کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ځانګړی حالت له منځ وړی دی، موږ وینو چې وضعیت لا پسې خراب شوی دی. ستاسو حکومت د ترینګلتیاو کمولو له پاره څه کوي؟

عمران خان: زه لومړي مشر وم چې نړۍ مې د هغه څه په اړه چې په هندوستان کې روان دي، وګواښله. هندوستان د افراطیانو او په ځانګړې توګه د «هندوتوا» ایډیالوژي له خوا کنترولیږي. دا د RSS ایډیالوژي ده. RSS چې په ۱۹۲۵م کال کې رامنځ ته شو، د آلمان له نازیانو څخه الهام اخلي او بنسټ ایښودونکو یې د «توکم پر برترۍ» باور لاره. همداسې لکه د نازیانو ایډیالوژي چې د اقلیتونو پر وړاندې پر نفرت ولاړه وه، د RSS ایډیالوژي هم د عیسویانو په گډون د مسلمانانو او نورو اقلیتونو پر وړاندې پر کرکې ولاړه وه.

دا د هندوستان او د دې هیواد له پاره یوه تراژیدې ده چې دغه هیواد اوس د RSS له خوا کنترولیږي، چا چې ستر مهاتما ګاندي وواژه. د یوه داسې هیواد چې اتومي وسلې لري، چارې اوس د افراطیانو په لاس کې دي. کشمیر له پنځو میاشتو راهیسې تر برید لاندي دی.

اینس پول: ایا غواړئ له لومړي وزیر نریدرا مودي سره د دغو ټولو موضوعګانو په اړه وغږیږئ؟

عمران خان: تر هغه وروسته چې زه لومړی وزیر شوم، نو هڅه مې وکړه چې د هند له حکومت او لومړي وزیر نریندرا مودي سره خبرې وکړم. د لومړي وزیر په توګه په خپله لومړۍ وینا کې ما وویل چې که هندوستان یو قدم رامخکې شي نو موږ به دوه قدمه مخکې ولاړ شو چې په خپل منځ کې توپیر له منځه یوسو. خو زه ژر پوه شوم چې هندوستان زما وړاندیز ته د RSS ایډیالوژي له کبله سم ځواب را نه کړ. دا هرڅه تیر کال هغه وخت روښانه شول چې هندوستان په یو اړخیز ډول کشمیر له ځان سره الحاق کړ چې په اصل کې د ملګرو ملتونو د څو اعلامیو له مخې د هند او پاکستان تر منځ یوه تر شخړې لاندې سیمه ده.

اینس پول: خو ښاغلی خان، ډیر داسې کسان سته چې وایي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هم د بشري حقونو وضعیت ښه نه دی. تاسو دې موضوع ته څه ځواب لرئ؟

عمران خان: د دې خبرې معلومول ډیر اسانه دي. موږ د نړۍ له هرې برخې څخه هر چا ته بلنه ورکوو چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر څخه لیدنه وکړي او بیا د هندوستان تر ولکې لاندې کشمیر ته ولاړ شي. بیا دې نو دغه کس پخپله پریکړه وکړي.

اینس پول: خو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د ادارې پر ضد د مظاهرو اجازه نه شته. دا خو هم د بیان آزادي نه ده.

عمران خان: آزاد کشمیر پخپله آزادې او عادلانه ټاکنې کوي او پخپله خپل حکومت ټاکي. د بلې هرې ادارې په څیر هغوی هم ستونزې لري. خو لکه څرنګه چې ما وویل، راځئ چې له ټولې نړۍ څخه څارونکي دعوت کړو. زه تاسو ته ډاډ درکوم چې هغوی به د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته ولاړ شي خو د هندوستان تر ولکې لاندې سیمې ته به د تلو اجازه ترلاسه نه کړي.

اینس پول: تاسو د کشمیر خلکو ته د آزادۍ غوښتنه کوئ. دا کار مو تیر کال په ملګرو ملتونو کې هم وکړ. فکر نه کوئ چې نړیواله ټولنه به ستاسو غوښتنو ته هغه وخت ډیره پاملرنه وکړي، چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هم د مظاهرو اجازه ورکړل شي؟

عمران خان: پریږدئ چې د کشمیر خلک پریکړه وکړي چې څه غواړي. پاکستان د الزامي یا غیرالزامي ټولپوښتني له پاره چمتو دی. پریږدئ هغوی پریکړه وکړي چې له پاکستان سره پاتيږي او که آزادي غواړي.

اینس پول: فکر کوئ چې نړیواله ټولنه د کشمیر شخړې ته کمه پاملرنه کوي؟

عمران خان: په خواشینۍ سره، هو. تاسو د هانکانګ له مظاهرو سره د رسنیو لیوالتیا ته وګورئ. د کشمیر تراژیدي تر هغه ډیره لویه ده ...

اینس پول: ستاسو په اند لامل یې څه دی؟

عمران خان: په خواشینۍ سره چې د لویدیځ له پاره تجارتي ګټي ډیرې مهمې دي. هندوستان یو ستر مارکیټ دی او له همدې کبله د هغه څه پر وړاندې چې د کشمیر له شاوخوا اته میلیونه خلکو او د هندوستان له نورو اقلیتونو سره کیږي داسې ناډامن غبرګون ښوول کیږي. د «اتباعو د اصلاح قانون» په روښانه توګه د اقلیتونو پر ضد دی، په ځانګړې توګه د هندوستان د ۲۰۰ میلیونه مسلمانانو. د دې هر څه پر وړاندې د نړۍ چوپتیا په اصل کې د اقتصادي ګټو له کبله ده.

همداراز له ستراتیژیک لحاظه، داسې انګیرل کیږي چې هند په سیمه کې د چین انډول ساتي نو له دې کبله تاسې د دغو دوو شخړو [د هانکانګ او کشمیر شخړې] پر وړاندې د داسې متفاوتو غبرګونونو شاهدان یاست.

اینس پول: ښاغلی خان، په دې برخه کې آلمان او اروپايي ټولنه څه کولی شي؟

عمران خان: زه فکر کوم چې آلمان لوی نقش لرلای شي. آلمان په اروپا کې تر ټولو ځواکمن هیواد دی او په اروپايي ټولنه کې لوی نقش لري. کله چې مې له صدراعظمې انګلا میرکل سره خبرې وکړې، نو هڅه مې وکړه چې دغه موضوعګانې ورته تشریح کړم؛ دا چې په هندوستان کې څه روان دي. کله چې بیا هغه هندوستان ته ولاړه، نو هلته یې په دې اړه خبرې هم وکړې.

اینس پول: د افغانستان د سولې خبرې اوس په کومه مرحله کې دي؟

عمران خان: زه فکر کوم چې هغوی [د جګړې ښکیل اړخونه] د یوه اوربند پر لور روان دي. موږ هیله لرو چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشر اشرف غني تر بیا ټاکل کیدو وروسته یو نوی حکومت رامنځ ته شوی دی، پایلې ته ورسیږي.

په افغانستان کې سوله به، په مرکزي اسیا کې د تجارت فرصتونه رامنځ ته کړي. افغانستان به زموږ له پاره په یوه اقتصادي دهلیز بدل شي. که په افغانستان کې سوله وي، نو په خیبر پښتونخوا کې زموږ خلک چې د افغانستان تر څنګ پراته دي، به ګټه وکړي.

اینس پول: تاسو په یقین سره له امریکایانو سره مرسته کولی شئ. له طالبانو سره مو اړیکې اوس څومره نزدې دي؟

عمران خان: پاکستان د سولې په خبرو کې خپل نقش لوبولی دی. د پاکستان له هڅو سره درې لویدیځوال برمته نیول شوي کسان هم آزاد شول. نو موږ هغه نفوذ ته په کتو سره چې موږ یې لرو په خپل توان کې هر څه ترسره کوو.

اینس پول: تاسو په کشمیر او هندوستان کې د بشري حقونو پر وضعیت باندې نیوکې کوئ، خو کله چې خبره په چین کې د ایغور مسلمانانو په اړه وي، نو بیا تاسو خپل غږ دومره نه پورته کوئ. دا ولې؟ زه وینم چې تاسو غواړې ځان د مسلمانې نړۍ تر منځ د یوه پل په توګه وړاندې کړئ، خو بیا نو ولې په چین کې د ایغور مسلمانانو د وضعیت په اړه څه نه واياست؟

عمران خان: د دوو لاملونو له کبله: لومړی دا چې هغه څه چې په هندوستان کې جریان لري د کچې له مخې له هغه سره د پرتلې وړ نه دي چې ګواکې په چین کې له ایغور مسلمانانو سره کیږي. دویم بیا دا چې چین زموږ یو ستر دوست دی. دې هیواد زموږ سره د هغه اقتصادي کړکیچ پر مهال چې ما ته په میراث پاتې شو، په ډیرو سختو وختونو کې مرسته کړې ده. همدا دلیل ده چې موږ له چین سره په خصوصي توګه دغه خبرې کوو، نه په عام محضر کې، ځکه دا حساسې موضوعګانې دي.

اینس پول: وروستۍ پوښتنه. تاسو د بریتانیا میرمن دیانا ښه پیژندله. د هغې د تر ټولو ځوان زوی شازاده هري، او د هغه د ښځې میګن میرکل، د پریکړې په اړه چې غواړي په شاهي کورنۍ کې مهم نقشونه پریږدي، څه فکر کوئ؟

عمران خان: په پاکستان کې داسې ډیرې موضوعګانې شته چې زه یې باید تنظیم کړم. دا زما له پاره کومه لویه خبره نه ښکاري. زه فکر کوم، چې دا د هغوی ژوند دی. نو که هغوی غواړي چې داسې یې پر مخ یوسي، ولې باید په کې خلک مداخله وکړي.

اینس پول: فکر کوئ چې دیانا به د هغوی دغه پریکړه درک کړې وای؟

عمران خان: فکر کوم چې هو. خو واضیح ووایم چې زه دې موضوع ته دمره ځیر شوی نه یم. زه فکر کوم چې یوه ځوانه جوړه غواړي خپل ژوند پر مخ یوسي، نو دا په هغوی پورې اړه لري.

اینس پول: ښاغلي لومړي وزیر، مننه.

دغه مرکه د پاکستان په اسلام آباد کې د دویچه ویله د مسئول مدیرې اینس پول، له خوا ترسره شوې.

لیکوالان: اینس پول، رودیان ایبیش هاوزن