عبدالله عبدالله د پنجشیر د راتلونکي په باب منځګړیتوب پیل کړی
۱۴۰۰ مرداد ۳۰, شنبهدغه خبره د تراوسه پوري د ملي مصالحې د عالي شورأ رییس، عبدالله عبدالله نن شنبه (د اګست میاشتي ۲۱ مه) پخپل تویتر کي کړې ده. عبدالله ویلي دي، چي دوی د هیواد د تازه انکشافاتو او د سولي او ثبات د ممکنه ملاتړ په باب خبري سره کړي دي.
د پنجشیر دره د هغه د سوق الجیشي او صعب العبورو لارو په دلیل د ۱۹۹۶ م کال څخه تر ۲۰۰۰ م کال پوري هم د طالبانو د لمړي حاکمیت پر زمان د هغوی لخوا نه وه نیول سوی. دغه دره ډیري تنګي لاري لري او ډیري ښې مدافعې لري. کله چي طالبانو په تیرو میاشتو کي عملأ پر ټولو ولایتو باندي حملې وکړې، پر پنجشیر باندي یې بیا خال خال حملې وکړې.
تر دې دمخه د پخواني حکومت لوړ رتبه مامورینو، لکه د دفاع وزیر یې اعلان کړی ؤ، چي غواړي په پنجشیر کي د طالبانو پرضد دوهم مقاوممت ایجاد کړي. هغه همدارنګه ویلي وه، چي طالبان ددغه هیواد د قانوني رهبرۍ په حیث په رسمیت نه پيژني.
د پنجشیر په همسایه توب کي بل ولایت څخه عملأ د مقاومت ږغونه هم راپورته سول، کوم چي ګواکي د پنجشیر لخوا تقویه کیږي. خو د پنجشیر لخوا اوریدل کیږي، چي د شخړي د حل پخاطر دوی سیاسي خبرو او مذاکراتو ته هم انتظار کوي.
د طالبانو لخوا بیا د داسي خبرو او وساطت د شروع کیدو خبري کیږي، چي پنجشیر بلاخره باید تسلیم سي.
آ./م.ق./ا.ا.