1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالله: سرکوب او ډار افغانستان د کورنۍ جګړې پر لور سوقوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۳, جمعه

عبدالله عبدالله په هیواد کې د وروستیو پیښو په تړاو ویلي دي چي «سرکوب او ډار» افغانستان د کورنۍ جګړې پر لور بیایی. هغه په پنجشیر او د هیواد په نورو ولایتونو کې د وروستیو پیښو د بی طرفه پلټنې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4BGTs
Afghanistan, Kabul I Abdullah Abdullah
انځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture-alliance

عبدالله عبدالله چې د جمهوري نظام له پرزیدو وړاندې د ملي روغې جوړي د عالی شورا مشری پر غاړه درلوده او په دې وروستیو کې له افغانستان څخه ووت، د پنجشیر، تخار، اندراب او خوست د وروستیو پیښو په اړه غبرګون ښوولی.

د اندراب او پنجشیر اوسیدونکی ادعا کوی چې طالبانو د ملی مقاومت جبهې سره د نښتو په تعقیب ملکي خلک شکنجه کړي او حتی ځینې یې په ډزو ویشتلی دی. خو طالبان دغه ادعا رد کړی

عبدالله عبدالله پخپل فیسبوک پاڼه کې په یوه پیغام کې ویلي چې په پنجشیر، تخار ، اندراب او خوست کې د «صحرایې  محکمو ، ملکي خلکو د وژنو او شکنجه کولو » په اړه مستند راپورونه موجود دي.

هغه له هغه وروسته چې له افغانستان ووت پر طالبانو په لومړي انتقادې پیغام کې  لیکې دي چې دا ډول کړنې د دیني احکامو ، بشري قوانینو ، د جګړې د اصولو او د ملی او بین المللی رسم او دستور سره مخالف دي او د منلو وړ نه دي.

عبدالله یو له لږو سیاسي څيرو څخه وو چې د طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته په کابل کې پاته وو او تر لوی اختر مخکې له افغانستانه ووته او ویې ویل چې »د شخصی سفر له امله د څو ورځو له پاره د هیواد څخه بهر یم«.

هغه په کابل کې د ځینو محدودو اعلامیو او لیدنو له خپراوی پرته سیاسي فعالیت نه درلود او داسې راپورونه هم شته چې هغه په محدودیت کې قرار درلود او اجازه یې هم نه لرله ترڅو له افغانستان څخه ووځې.

عبدالله په دې پیغام کې طالبانو ته په خطاب کې ويلي دي چې په تیرو څلورو لسیزو کې وه لیدل شول چې د حذف او انحصار سیاست تل افغانستان له بحران سره مخ کړی دی.

هغه لیکلې دي چې د بشر ضد پالیسو دوام، سرکوب، ډارولو، پر نجونو او ښځو محدودیتونو هیواد نور هم په انزوا کي کړی او قومي جنجالونه يې زيات کړي او افغانستان د کورنۍ جګړې لور ته روان کړی"

عبدالله عبدالله ویلي دي چي روانې ستونزي کیدای سي د خبرو اترو او »د خلکو ارداې، مذهبي تنوع او په هيواد کي موجودو فرهنګي تفاوتونو له لاري حل و فصل سي.»

دغه پخوانې چارواکې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له ادارو هم غوښتې دي چې دوی دې یو بشپړ ناپیلې تحقیقات د وروستیو پیښو په اړه ترسره کړي او ددی نتیجه دي د افغانستان له خلکو سره شریکه کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار اداري مشر ریچارډ بینیټ هم پرخپل ټویټر د پنجشیر په اړه لیکلې دي چې بشر ضد جنایتونه ترسره سوي او په دې اړه پلټنې ته اړتیا سته.

هغه په خپل ټویټ کې لیکلې: »د نړیوالو او بشر ضد جنایتونو د څېړنې له پاره باید نور ډیر څه ترسره سي په پنجشیر کې چې څه پیښ سوي دهغې په اړه باید پلټنه وسې.«

د طالبانو حکومت تراوسه پوري د ډاکټر عبدالله عبدالله تويت ته غبرګون نه دی ښوولی.