«طالبانو په هلمند کې پر قول اردو ډله ایز برید کړی»
۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعهد آلمان خبري آژانس د راپور له مخي، افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې ۲۸ نیټه) ويلي دي چې یو شمیر طالب جنګیاليو په هلمند کې د پوځ پر سترې قرارګاه ډله ایز برید کړی دی. زیاته شوې ده چې په دې پوځي اډه کې د ډيرو افغان سرتیرو تر څنګ امریکايي عسکر او سلاکاران هم میشت دي.
د هلمند د والي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پر دغې پوځي قرارګاه باندې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی دی. په اعلامیه کې راغلي دي چې درې ځانمرګي بریدګر او شپږ وسله وال په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.
بل لوري ته د طالبانو یوه ویاند قاري محمد یوسف احمدي بیا د ټویټر په يوه پیغام کې ادعا کړې ده چې د دوی ځيني بریدګر د پوځ قرارګاه ته داخل شوي دي. هغه ويلي دي چې تر برید لس ساعته وروسته هم جګړه ادامه لري.
تر اوسه پورې د افغان امنیتي سرتیرو د تلفاتو او بریدګرو د شمیر په هکله رسمي شمیرې او معلومات نه دي خپاره شوي.