طالبانو په قطر کې له امریکا سره پلان سوې خبرې لغوه کړې
۱۳۹۷ دی ۱۸, سهشنبهاعلان
په قطر کې د طالبانو یوه میشت لوړپوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته وویل: «دواړو اړخونو موافقه کړې ده چې په قطر کې سره و نه ویني.»
تر دې مخکې د طالبانو لوړپوړو چارواکو رویترز خبري آژانس ته ویلي ول چې په قطر کې به د چهارشنبې په ورځ له امریکایي چارواکو سره یوه دوه ورځینۍ غونډه پیل کړي. دغې ډلې په دې غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون وړاندیزونه رد کړي ول.
په وروستیو وختونو کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ مستقیمي خبرې اترې پیل شوي دي چې د واشنګټن په استازیتوب پکې لوړپوړی دیپلومات زلمی خلیلزاد ګډون کوي.