شخړي
طالبانو په فراه کي ۸ پوليس وژلي دي
۱۳۹۷ آبان ۱۶, چهارشنبهاعلان
د فراه د ولايتي شورا يوه غړي دادالله قانع د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي وسله والو طالبانو د سه شنبې په ماښام پر يوې امنيتي پوستې بريد کړی ۸ پوليس ئې وژلي او درې نور ئې ټپيان کړي دي.
هغه ويلي دي، په دغه يرغل کي چي څو ساعته ئې دوام کړی دئ طالبان بيرته پر شا تمبول سوي دي.
د دوشنبې په ورځ ماښام بيا په دغه ولايت کي د ايران سرحد ته نژدې د سرحدي ځواکونو پر يوې اډې باندي د وسله والو طالبانو په بريد کي ۲۰ افغان امنيتي ځواکونه ووژل سول او ۲۰ نور يرغمل سوي دي.
وسله وال طالبان چي اوس نژدې د افغانستان په پنځوس سلنه خاوره کي فعاليت لري، پر افغان امنيتي ځواکونو باندي ئې خپلو يرغلونو ته زور ورکړی دی. دوی له افغان چارواکو سره د سولي د خبرو اترو هر ډول وړانديز ردوي او وايي چي دا د امريکا متحدو ايالاتو لاس پوڅی حکومت دی.