طالبانو په غزني کي ۱۴ پوليس وژلي دي
۱۳۹۷ خرداد ۱, سهشنبهد غزني د ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي، اسوشېتدپرس خبري آژانس ته ويلي دي چي پر ده يک ولسوالۍ باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي د امنيتي ځواکونو ۷ غړي وژل سوي دي. هغه زياته کړه چي په وژل سوو کي د يادي ولسوالۍ د امنيې قوماندان هم شامل دئ.
د ولايتي شورا دغه غړي زياته کړې ده چي د دې ولايت په جغتو ولسوالۍ کي هم ۷ پوليس وژل سوي دي.
يوسفي ويلي دي چي دغه يرغلونه چي په ده يک، جغتو، اجرستان او قره باغ ولسواليو کي د دوشنبې په ماښام پيل سوي دي تر نن سه شنبې پوري ادامه لري.
د غزني د ولايتي شورا رئيسې لطيفې اکبري تائيد کړې ده چي وسله والو طالبانو د ده يک او جغتو ولسواليو پر څو امنيتي پوستو يرغلونه کړي او امنيتي ځواکونه تر۲۰ زيات کسان تلفات لري.
د دغو بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو منلی دئ. د دغي ډلي وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې ده چي د جغتو ولسوالۍ مرکز او د ده يک ولسوالي امنيتي پوستې ئې نيولي دي. خو ځايي چارواکو او د غزني د ولايتي شورا غړو د ولسوالۍ مرکز د سقوط خبره تائيد کړې نه ده.