تروريزم
طالبانو په سرپل کې د پولیسو یو قوماندان وژلی
۱۳۹۷ آذر ۱۳, سهشنبهاعلان
د سرپل د والي ویاند ذبیح اماني، ویلي چې برید د سه شبنې په شپه په صیاد ولسوالۍ کې رامنځ ته شوی چې په پایله کې یې څلور تنه پولیس ټپیان شوي هم دي.
د اماني په خبره د برید په پایله کې په سیمه کې په ساعتونو نښتې شوې دي چې له کبله یې طالبانو ته هم تلفات رامنځ ته شوي دي. هغه د طالبانو د تلفاتو د شمیر او د پیښې د نورو جزئیاتو په اړه معلومات ور نه کړل.
په یوه بله پیښه کې په کابل کې د نښتو له کبله چې له تیرې ورځې روانې دي د یوه خبریال او شپږ پولیسو په ګډون، اووه تنه ټپیان شوي دي. نښتې هغه وخت رامنځ ته شوې چې پولیسو د محکمې د امر پر اساس د یوه کور د خالي کولو هڅه وکړه او په کور کې میشتو کسانو وسلواله جګړه پیل کړه.
د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، ویلي چې سیمې ته رسیدونکي سړکونه تړل شوي او اوس هم په سیمه کې متفرقه ډزې کیږي.