1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«طالبانو په سرپل ښار کې ستراتيژيکه سيمه نيولې»

۱۳۹۷ شهریور ۱۹, دوشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې طالبانو د سرپل ښار د پولیسو څو پوستې او د افغان پوځ يوه اډه نیولې دي. طالبانو له یکشنبې راهیسې په کندز، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې هم ۳۵ امنیتي ځواکونه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/34b3G
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Khan

د سرپل د ولایتي شورا غړي اصف صدیقي، وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې چې تیره شپه پیل شوې، ۱۷ افغان ځواکونه وژل شوي دي.

صدیقي زیاته کړه چې یاغیان له درو اړخونو څخه پر سرپل ښار باندې بریدونه پیل کړل. هغه روښانه کړه چې طالبان توانیدلي چې په سرپل ښار کې د بلغالي په نوم ستراتیژیکه سیمه ونیسي.

د سرپل د ولایتي شورا یوه بل غړي رضا علیمزاده، بیا تایید کړې ده چې طالبان د څو تنو نورو امنیتي ځواکونو په برمته کولو توانیدلي دي.

د صدیقي په خبره افغان ځواکونو په سیمه کې هوایي بریدونه کړي دي او اوس هم د سرپل ښار په څو سیمو کې پراګنده نښتې روانې دي.

په یوه بله پیښه کې طالبانو په سمنګان ولایت کې پر امنیتي ځواکونو برید کړی او ۱۴ تنه یې وژلي دي. په دې برید کې شپږ تنه نور ځواکونه ټپیان شوي هم دي. پیښه د دې ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. په نښتو کې درې طالب جنګیالي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي.

د کندز د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي ويلي دي چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه برید کې  ۱۳ افغان ځواکونه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوې دي.

د جوزجان ولایت د امنیتي قوماند جنرال فقیر محمد جوزجاني، بیا په د دې ولایت په خماب ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو له نښتو خبر ورکړی چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته پولیس وژل شوي دي. په نښتو کې اووه طالبان هم وژل شوي.