شخړي
طالبانو په دوو ورځو کي دوهمه ولسوالي هم نيولې ده
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبهاعلان
په ولسي جرگه کي د فارياب ولايت استازي محمد هاشم، د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می ۹مه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چي طالب ياغيانو د چهارشنبې په ورځ سهار وختي د بلچراغ ولسوالي ودانۍ ونیوله.
د محمد هاشم په خبره له دغي ولسوالۍ څخه نژدې ۴۰ امنيتي ځواکونه پر شا سوي دي. هغه زياته کړې ده چي طالبانو دغي ولسوالۍ ته نژدې څو نور کلي هم نيولي دي.
د فارياب د پوليسو وياند عبدالکريم يورش ويلي دي چي اوس هم د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې جگړه روانه ده. هغه ادعا کړې چې د ولسوالي ودانۍ تر اوسه پوري د حکومتي ځواکونو په کنترول کې ده.
وسله والو طالبانو بیا د ولسوالي نیول تائيد کړي دي او ويلي ئې دي چي ۱۰ امنيتي ځواکونه ئې وژلي دي چي جسدونه ئې اوس هم پر ميدان پاته دي.
طالبانو د سه شنبې په ورځ د بغلان ولايت د يوې ولسوالي ودانۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې وه.