1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو منلې چې له امریکايي چارواکو سره یې خبرې کړې

۱۳۹۷ مرداد ۶, شنبه

د طالبانو یو لوړ پوړي چارواکي منلې چې د سولې د راتلونکو مذاکراتو د پلانونو په هکله یې له امریکايي چارواکو سره لومړنۍ ابتدايي خبرې کړي دي. دا لومړی ځل دی چې طالبان له امریکا سره مستقيمې خبرې تائیدوي.

https://p.dw.com/p/32EK3
Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د طالبانو یوه لوړ پوړي چارواکي د شنبې په ورځ له اسوشیتید پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو د استازو او د مرکزي او جنوبي آسیا له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوړ پوړې استازې میرمن الیس ویلز سره مسقتیمې خبرې تائید کړي دي. د طالبانو دغه چارواکي همدا راز ویلي چې دغه مذاکرات د سولې د خبرو د پیل کیدو او په افغانستان کې د واشنګټن د ۱۷ کلنې اوږدې جګړې د پای په موخه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي چارواکي بیا دغه ملاقات نه ردوي او نه یې هم تائیدوي. طالبانو له ډیرې مودې راهیسې له واشنګټن سره د مستقیمو خبرو او مذاکراتو غوښتنه کوله. د طالبانو دغه چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو اجازه یې نه درلوده او نه یې غوښتل نوم یې بربنډ شي همدا راز وویل چې له [امریکايي چارواکو] سره دغه مذاکرات ابتدايي او لومړني وو او دواړو اړخونو د راتلونکو ملاقاتونو او تماسونو په هکله خبرې او بحثونه وکړل.

دا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د امریکايي چارواکو او طالبانو راتلونکی ملاقات به چیرته، له چا سره او کله ترسره شي، خو د طالبانو دغه چارواکی په دې ډاډه و چې نور ملاقاتونه هم په پام کې دي.

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

په دې ترتیب دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو چارواکی له امریکايي چارواکو سره د لومړي ځل له پاره مسقتيمې خبرې تائیدوي. په عین حال کې په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې ډیرې شوي دي. د ولسمشر د ویاند په حواله د تیر کوچني اختر له اوربند وروسته د سولې د خبرو له پاره هیلې زیاتې شوي او ولسمشر غني ښايي په راتلونکي لوی اختر کې هم له طالبانو سره اوربند اعلان کړي.

د سولې عالي شورا هم د تیرو ورځو په ترڅ کې دویچه ویله ته د طالبانو او امریکايي چارواکو ملاقات نه ردوي او نه هم تائیدوي خو وايي چې د سولې او د افغانستان د سیاسي راتلونکي له پاره هر راز خبرې باید د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په مشرۍ ترسره شي. امریکايي چارواکي هم ټینګار کوي چې د طالبانو او د حکومت ترمنځ خبرې به د افغانانو په مشري وي، او امریکا چمتو ده چې په دې خبرو کې برخه واخلي. واشنګټن بیا د سولې د خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنو ځواکونو پر رول او نقش باندې د بحثونو له پاره هم چمتووالی ښوولی دی.