1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو له زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي»

۱۳۹۸ مهر ۱۲, جمعه

طالبانو د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د افغانستان د سولې د خبرو له پاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د پنجشنبې په ورځ لیدلي دي. دغه خبر د رویټرز خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3QhtI
Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

د رویټرز د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، له لوري له طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کیدو وروسته دا لومړۍ ناسته ده چې تر سره کیږي.

د چهارشنبې په ورځ د طالبانو یو ۱۲ کسیز پلاوی اسلام آباد ته تللی وو او د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي وو. په دغه ملاقات کې د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی، مشر هم حضور درلود.

د پاکستان یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «طالبانو له زلمي خلیلزاد سره ملاقات کړي... ټول هغه څه چې زه یې تاسو ته ویلی شم دا دي چې پاکستان په دې کې ستر نقش لوبولی دی چې هغوی دې ته قانع کړي چې دا د سولې د پروسې له پاره څومره مهم وو.»

یوې بلې سرچینې هم چې نوم یې نه دی اخیستل شوی دغه ملاقات تائید کړی دی.

دواړو سرچینو ویلي دي چې دغه ملاقات له یوه ساعته زیات وخت ونیو او پکښې رسمي مذاکرات شامل نه وو، خو د دې پر ځای د دواړو لورو تر منځ د باور فضا رامنځ ته کولو غونډه وه.