طالبانو له افغانستانه د ډالرو لېږد محدود کړی دی
۱۴۰۱ بهمن ۱۹, چهارشنبهد طالبانو د رئيس الوزرای له خوا د سه شنبې په ورځ په خپره سوې یوه اعلامیه کې ویل سوي دي چې مسافر نه سي کولای تر پنځه زرو امریکایې ډالرو زیات د هوايي ډګر له لارې او پنځه سوه ډالرو څخه زیات د ځمکې له لارې انتقال کړي.
اړوند:صرافان: د ډالرو د قاچاق لار اوس پاکستان دی
په اعلامیه کې ټینګار سوی دی چي که څوک له ټاکل سوي حد څخه سرغړونه وکړي، د هغو پیسو له مخې به په بند محکوم سي چې غواړي بهر ته یې انتقال کړي.
د طالبانو د اعلامیې په یوه بله برخه کې بیا لیکل سوي دي چې افغانستان ته د سیمې د هيوادونو د بانکنوټونو داخلېدل منع دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ځینو جنوبي او ختیځو ولایتونو کې د راکړې ورکړې یوه برخه په پاکستاني کلدارو او د افغانستان په لویدیځ کې په ایراني تومانونو ترسره کیږي.
تر دې مخکې مسافرو کولای سول تر لسو زرو ډالرو پورې بهر ته انتقال کړي.
داسي ښکاري چي د طالبانو دغه پرېکړه ګاونډیو هېوادونو ته د ډالرو د قاچاق د مخنیوي له پاره سوې وي.
اړوند:ایران ته د ډالرو قاچاق، په افغانستان کې د ګټې ښه لار
په افغانستان کې پر طالبانو د لګول سویو بندیزونو او د اقتصادي فعالیتونو او بانکي سیستم د ګډوډولو له امله دغه هېواد د نقدو پیسو له کمښت سره مخ دی.