«طالبانو دوه بهرنیان آزاد کړل»
۱۳۹۸ آبان ۲۸, سهشنبهطالبانو ویلي دي چې کوین کینګ او تیموتي ویکس یې د سه شنبې په ورځ د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې آزاد کړي دي. د دغه ولسوالۍ ډیرې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې دي. دغه بهرني اتباع طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې تښتولي وو.
د پولیسو یوې ځایي سرچینې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «نن سهار شا او خوا لس بجې د امریکايي پوهنتون دوه پروفیسران د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ کې آزاد شول. له زابل څخه هغوی د امریکایي هیلکوپترو په واسطه انتقال شول.»
تیره اوونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې تصمیم یې نیولی دی چې د انس حقاني په شمول د طالبانو درې غړي د امریکایي پوهنتون د استادانو په بدل کې آزاد کړي.
دا خبره لا تر اوسه معلومه نه ده چې دغه بندیان د افغانستان حکومت ته تسلیم شوي، که امریکایي ځواکونو ته او یا هم منځګړو کسانو ته. تر دې لږ څه مخکې د طالبانو سرچینو خبر ورکړی وو چې د انس حقاني په شمول درې کسان قطر ته د بندیانو د تبادلې په موخه انتقال شوي دي.
(sr/qs (afp, Reuters