طالبانو د پسرلنيو عملیاتو پیل اعلان کړی
۱۳۹۸ فروردین ۲۳, جمعهډیرو افغانانو دا هیله لرله چې طالبان به د روان سیاسي بهیر په پام کې نیولو سره سږکال خپل له پسرلنيو عملیاتو څخه ډډه وکړي. خو طالبانو په خپله خبري اعلامیه کې ویلي دي چې په ټول افغانستان کې د اشغال د ختمولو او له تعرض او فساد څخه د خپل اسلامي هیواد د پاکولو په موخه یي د «الفتح» په نوم عملیات پیلیږي.
پسرلني عملیات معمولا په افغانستان کې د جګړې د فصل پیل وي؛ خو دغه اعلان ډیر نمایشي او سمبولیکه بڼه لري، ځکه سږکال د ژمې په سړه هوا کې هم د افغانستان په مختلفو برخو کې جګړه روانه وه.
طالبانو چې له امریکا سره د خبرو اترو په حال کې دي په خپله اعلامیه کې ویلي دي «زموږ د جهاد مکلفیت تر اوسه پورې پای ته نه دی رسیدلی. که څه هم د هیواد ډیرې برخې د دښمن له منګولو خلاصې شوي دي، خو بهرني اشغالګر ځواکونه زموږ پر اسلامي هیواد خپل سیاسي او نظامي نفوذ جارې ساتي».
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند قیس منګل ویلي دي چې د طالبانو دغه اعلامیه یوازې یو پروپاګند دی. نوموړي زیاته کړې ده: «طالبان به خپلو شومو موخو ته ونه رسیږي او عملیات به یې د تیرکال په څیر له ماتې سره مخامخ شي.»
مخکې تر دې افغان حکومت د «خالد» په نوم خپل پسرلني عملیات اعلان کړي ول چې طالبانو هغه د خپل پسرلني عملیاتو له پاره توجیه کونکي یاد کړي دي.
طالبانو ویلي دي چې د «خالد عملیات» د دې ښکاریندویي کوي چې دښمن خپلو شومو اهدافو ته د رسیدو په خاطر اوس هم له نظامي قوې څخه د استفادې په هڅه کې دي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د طالبانو له خوا د پسرلني عملیاتو پیلول غندلي دي او ویلي یي دي چې دا اقدام د مذاکراتو له لارې د جګړې د پای ته رسولو د هڅو په برخه کې د طالبانو صداقت او ریښتنوالی تر پوښتنې لاندې راولي.
د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالرحمان سليم، د تلیفون له لاري اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې دا اقدام د طالبانو اعتبار کمزورې کوي: «دوی پر جګړې ټينګار کوي. موږ دا هره ورځ وينو».
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څو واره له امریکایي چارواکو سره لیدلي دي، څو د سیاسي خبرو اترو له لارې د افغانستان جګړې ته یوه حل لاره ولټوي.
د افغانستان یو شمیر سیاسي څیرو په جلا جلا توګه په مسکو کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي او ټاکل شوې ده چې د بین الافغاني خبرو اترو یو نوی پړاو په څو راتلونکو ورځو کې د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شي.
په روان میلادي کال کې د ملکي تلفاتو شمیر د ریکارډ نوي درجې ته رسیدلی دی. د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې تیرکال په افغانستان کې ۱۰۹۹۳ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
S.N/N.Z (dpa,AP)