طالبانو د ملي امنیت څلور کارکوونکي وژلي دي
۱۳۹۶ فروردین ۱۴, دوشنبهاعلان
په ختیځ ولایت پکتیکا ولایت کې چارواکو د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د ملي امنیت مرستیال عبدالوحید خان د هغه موټر چلوونکي او دوه نور کسان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوي دي.
پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د وژل شویو کسانو کاروان له غزني ولایت څخه د پکتیکا ولایت پر لور روان وو. چارواکو د نوم نه بربنډولو په شرط د پیښې په اړه معلومات ورکړي دي.
چارواکو زیاته کړې ده چې په پیښه کې د یو شمیر نورو کسانو د ټپي کیدو خبره هم شوې ده. خو د دغو کسانو دقیق شمیر لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.
د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، د دغه برید پړه پرغاړه اخیستې ده.