1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د محرم د لسمي او نوروز رخصتۍ لغوه کړې

شبنم الکوزۍ
۱۴۰۱ مرداد ۱۵, شنبه

طالبانو د شیعه مذهبو خلکو غوښتې چې سږ کال دې د محرم د لسمي مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې ونیسې. چارواکو د دې پریکړې اعلان هم وکړ چې د محرم د لسمي او یو شمیر نورې رخصتۍ يې لغوه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4FD9W
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

تیره شپه د کابل په شپږمې ناحیه کې یوې چاوندې درنه مرګ ژوبله اړولې، د پیښې سیمې ته نږدې استقلال روغتون دویچې ویلې ته په تایید کې وویل چې ۲۱ کسانه وژل شوې او ۲۲ نور ټپیان دي.

 ددغې چاودني  مسولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دا په کابل پلازمیني کې د دې اوونۍ څلورم برید دی.

طالب چارواکو دویچه ویلې ته وويل چي » د امنیتي ستونزو له کبله یې د خلکو په تایید« غوښتنه کړې چي خلک دي عاشورا یا د محرم د لسمي مراسم په  جوماتونو او تکیه خانو کې  تر سره کړې او  کوڅو سرکونو  کې دې ولس نه را ټولیږې.

د طالبانو د امنیتي قومندانی ویاند خالد ځدران د دویچه ویلې خبریالي شبنم الکوزی ته وویل: « موږ خبل د شیعه مذهبو خلکو په هماهنګی یو کمیسیون را مینځته کړی دی چې د دوی د مراسمو تدابیر په ګډه ونیسو، او د دوی په تایئد دې پریکړې ته ورسیدو چې دوې به خپل مراسم د جوماتونو او تکیه خانو دننه ترسره کړې څو د نورو خلکو له پاره په واټنونو کې مزاهمت را مینځته نشې.»

د شیعه دیني عالمانو شورا یو غړې دا ومنل چې د امنیتي ستونزو له کبله به سږ کال  به افغانستان کې د محرم د لسمي مراسم به د جوماتونو دننه ادا کړي. دا په داسې حال کې ده چې د محرم لسمې له را نژدې کیدو سره د طالبانو د کار او ټونیزو چارو وزارت

د کال ځینې رسمي رخصتی هم لغوه کړې دي

د طالبانو د یاد وزارت وياند محمد يونس صدیقي دویچه ویلې ته وویل، د حکومت په نوې رسمي کاليزه کې به له دې وروسته د غويي اتمې يعني کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو ورځ، مولود شريف يعني د اسلام د پيغمبر ص د زيږېدو ورځ، د نوروز او د عاشورا پر ورځ به نور عمومي رخصتي نه وي.

صدیقي زیاته کړه چې په کالیزه کې د ډیرو رخصتیو له کبله دغه ډول یوه پریکره د دوی د مشرانو له خوا سوې ده. خو په کلنیو رخصتيو کې یې د اسد ۲۴ د طالبانو د واکمنیدو ورځ ور زیاته کړې ده.

پر خواله رسنیو بیا ځينو افغانانو دغه کار غندلی دی. په دغو کي يو شمېر يې ویلې دي چې د تل په شان د محرم د لسمي مراسم او رخصتۍ باید پر ځای وي. د دغه نیوکو پر تایید  د امنیتي چارو کارپوه اسد الله ندیم دویچه ویلې ته وویل:« محرم د شیعه مذهبو خلکو پخوانی مذهبي دود دی. طالبان ان دوی خپله نشې زغملی څه پاته چې دودونه یې ومني. طالبان یوازې ځانونه خوښوې او د نورو منل ورته د زغملو نه دي.»

په تیرو کلنو کې به د محرم میاشتي له پیل څخه شیعه مسلمانان د امام حسین په ویر د ښار څلور لارې، جوماتونه او کوڅې په تور رنګ پوښلې او د محرم لسمي ته نژدې کیدو سره به يې تورې جامې اغوستې او بر واټنونو به یې خلکو ته خواږه ویشل او لاریونونه به یې کول.

 دا په نړۍ کې د شیعه مسلمانانو  مذهبي دودیز مراسم دي. زيات سني مسلمانان هم دغه ورځ لمانځي خو په بل ډول. هغوی نذز ورکوي او روژې نیسي.

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai