طالبانو د سره صلیب کارکوونکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی
۱۳۹۷ مهر ۲۰, جمعهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې وسله وال طالبان د روان کال د اګست میاشتي په نیمایي کې د سره صلیب د خوندیتوب له تظمین څخه پر شا شوي ول. هغه مهال طالبانو په یوه اعلامیه کې پر سره صلیب تور لګولی وو چې د کابل په یوه زندان کې د طالب بندیانو په هکله په خپلو مکلفیتونو کې پاتې راغلي دي.
د هغوی په خبره د دې له پاره یوه څرګنده بیلګه د کابل په پلچرخي زندان کې د زرونو طالبانو د نه خوړو اعتصاب ته پام نه اړول وه. سور صلیب د بندیانو شرایط ارزوي او هغوی ته روغتیایي مرستې برابروي.
دغه سازمان اوسمهال په افغانستان کې شا او خوا ۱۶۰۰ کارکوونکي لري. دا چې تر اوسه هغوی د جګړې د ټولو ښکیلو اړخونو له لوري د خوندیتوب له موقعیت څخه برخمن ول نو په ټول افغانستان کې یې د امنیتي ساتونکو او یا زغروال موټر پرته خپل فعالیت تر سره کاوه. سور صلیب په هغو سیمو کې هم فعالیت کاوه چې د طالبانو تر کنترول لاندې وې.
خو په تیر میلادي کال کې د افغانستان په شمال کې د سره صلیب اووه کارکوونکي ووژل شول. خو طالبانو د دغه برید د تر سره کولو مسئولیت پر غاړه وا نه خیست. د هغې په پایله کې د لومړي ځل له پاره پریکړه وشوه چې د سره صلیب نړیواله کمیټه په دغه هیواد کې خپل حضور راکم کړي.
زموږ له ارشيف څخه: