طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالۍ ونيوله
۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د بدخشان د ولايتي شورا دوو غړو، ناجي نظري او محبوب الرحمن طلعت وايي چې طالبانو تيره شپه د يمګان ولسوالۍ باندې درانه بريدونه پيل کړل چې په نتيجه کې يې د ولسوالۍ مرکز ونيوه.
د چارواکو په وينا د ولسوالۍ په اطرافو کې لا هم جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه شته.
خو دوی وايي چې لږ تر لږه ۱۴ افغان سرتيري چې د طالبانو درنو بريدونو له امله ېې خپله امنیتي پوسته پريښي وه، لادرکه دي.
د ولايتي شورا غړي وايي چې د يمګان ولسوالۍ په نيولو سره، طالبان اوس د جرم ولسوالۍ پر څلورو کليو باندې هم کنترول لري. جرم ولسوالۍ د يمګان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.
وسلوالو طالبانو د کلونو راهیسې د بدخشان لږ تر لږه پر درو ولسوالۍ، جرم، ودروج او يمګان کنترول درلود چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا بيرته ونيول شوې.
طالبانو دغه حمله يوه ورځ وروسته له هغې کړې چې افغان حکومت طالبانو سره د سولې مخامخ مذاکراتو له پاره د خپل ۲۱ کسیز پلاوي نوملړ اعلان کړ.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپريدو خبره هم د ورځ په تيريدو سره جدي کيږي او د مثبتو پيښو شمير په کې لوړيږي.