طالبانو د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي
۱۳۹۸ آذر ۶, چهارشنبهد ایرنا خبري آژانس په وینا محمد جواز ظریف د ټولو افغان اړخونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ ته چمتووالی ښوولی چې افغان حکومت هم پکې ګډون ولري. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو اترو ډډه کړې ده.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین هم د ټویټر په یوه پیغام کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره د ملا بردار، په مشرۍ د یوه پلاوي د لیدلو خبر تائید کړی دی. شاهین ویلي دي: «دواړو خواوو د افغانستان د مسلې په سوله ایز حل او د سولې د پروسې په هکله تفصیلي خبرې وکړې.»
تیره اوونۍ طالبانو په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان چې یو یې امریکایي او بل یې آسترالیایې تبع وو، تر درې کلن بند وروسته آزاد کړل. هغوی د انس حقاني په شمول د طالبانو د دوو نورو قوماندانو د آزادیدو په بدل کې امریکایانو ته وسپارل شول. د بندیانو دغې تبادلې د سولې د خبرو اترو د بیا پیلیدو په اړه هیلې رامنځ ته کړي.