1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو افغانستان لپاره د م.م. د بل استازې پر پلان نیوکه کړې

۱۴۰۲ دی ۱۰, یکشنبه

طالب چارواکو افغانستان کې د بشري حقونو او جندر مساوات د ترويج له پاره د امنیت شورا له لورې د یو بل ځانګړي استازي پر پلان نېوکه کړې او «غیر ضروري» ېې بللی دی. طالبانو ويلي د یوناما په موجودیت کې بل استازي ته اړتیا نه شته.

https://p.dw.com/p/4akDa
Russland Kazan | Gespräche Russland und Afghanistan
انځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) د جمعې په ورځ یو داسې پرېکړه ليک تصویب کړ چې په هغه کې ېې افغانستان او طالب چارواکو سره د لازیات تعامل د ترويج له پاره د یو بل ځانګړي استازي غوښتنه کړې ده.

دغه پريکړه د ملګرو ملتونو د نومبر میاشتې د هغه رپوټ په ادامه تصویبیږی چې افغانستان سره د لا ډير تعامل غوښتنه پکې شوې ده. دغه پریکړه ليک د ۱۳ غړو د موافقو او د چین او روسيې د ممتنعو رايې وروسته تصویب شو.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموریت (یوناما) په موجودیت کې د دغه سازمان بل استازي ته اړتیا نشته ده. دغه اعلامیه د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخی پر اکس شبکه خپره کړې دي. په هغې کې راغلي: «د ملګرو ملتونو د ځانګړي ماموريت (یوناما) په فعال موجوديت کې د افغانستان لپاره د یوه بل اضافي ځانګړي استازي ګومارنه یوه غیر ضروري چاره ګڼل کېږي...»

د اعلاميې په یوه برخه کې ويل شوي چې افغانستان اوس په «شخړه کې ښکيل هیواد نه دی او اوسمهال پکې داسې یو مرکزي حکومت حاکم دی چې د هېواد ګټې ساتلی او مکلفيتونه ترسره کولی شي.» طالبانو ويلی چې د افغانستان او نړۍ په نژدې تاريخ کې ځانګړو استازو «نه یوازې دا چې کومه شخړه نه ده اواره کړې، بلکې د پردیو نسخو د تحمیل له لارې ېې وضعیت لا کړکيچن کړی دی.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا انځور: picture-alliance/dpa/M. Rajmil

طالبان وايي د دوی حکومت افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان له لوري «د لا پياوړې او پراخې ښکيلتیا د ټولو مثبتو هڅو هرکلی» کوي، خو پر دې ناخوښي څرګندوي چې د امنيت شورا د دايمي غړو ترمنځ د نظر اختلاف باوجود «۲۷۲۱ پریکړه لیک تصویب شو چې په هغه کې د م.م. له سرمنشي څخه غوښتنه شوې چې افغانستان له پاره بل ځانګړی استازی وټاکي.»

طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست کې له افغانستان د بهرنیو قواوو له وتلو سره سم بیا واک ته ورسېدل. د هغوی سرپرست حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو د امریکا متحده ایالاتو، ګاونډيو او ځينو عربي هېوادونو په ګډون، د نړۍ له یو شمېر ملکونو سره ېې ارتباطات ساتلي دي. ځینې وخت دغو هېوادونو ويلي چې دغه تعاملات د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په معنی نه ده.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د ښځو پر تعلیم او کار او نورو برخو لکه سفر، سپورټ او پارکونو ته په تلو باندې محدودیتونه لګولي چې دا د نړېوالې ټولنې او طالبانو تر منځ د نظر اختلاف له مهمو مواردو څخه یو ګڼل کيږي.

(AFP)mks/akh/

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل