طالبانو بیا هم په قطر کې د امریکا له استازو سره کتلي
۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبهد طالبانو یوه چارواکي او د طالبانو ډلې ته نږدې یوه بل کس د دغو خبرو پخلی کړی چې موخه یې په افغانستان کې د سولې راوستل او د امریکا د تر ټولو اوږدې بهرنۍ جګړې د ټغر راټولول په ګوته شوي دي. یادو دواړو سرچینو له دې کبله چې پر دغې موضوع باندې یې د خبرو کولو اجازه نه درلوده، و نه غوښتل چې نوم یې بربنډ شي.
دوی د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۸ نیټه) وویل چې د هرات ولایت له پاره د طالبانو پخواني والي خیرالله خیرخواه او د طالبانو یوه پوځي قوماندان محمد فضل په دې اوږدو خبرو کې ګډون درلود. د طالبانو د ډلې دغه دواړې څیرې تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو تر څار لاندې په ګوانتانامو زندان کې زنداني وو.
د دواړو لورو ترمنځ د خبرو د جزئیاتو په هکله تر اوسه پورې معلومات په لاس کې نه شته. تر دې وړاندې هم د طالبانو یو شمیر استازو له زلمي خلیلزاد سره کتلي او د افغانستان د سولې د لړۍ، د طالب زندانیانو د آزادیدو، د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه د طالبانو د ډلې د ځینو څیرو د نومونو ایستل کیدلو او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو په ګډون د بهرنيو پوځیانو د وتلو پر موضوعاتو سره غږیدلي دي.