1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو بيا له نړيوالو د مرستي غوښتنه کړې ده

صفت الله زاهدي
۱۴۰۱ شهریور ۱۰, پنجشنبه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایې چي په وروستیو طبيعې پیښو کې له تاواني شويو کورنيو سره يې د مرستو راټولولو کنفرانس رابللی وو چې پکې بیلابیلې خیریه ادارې او د یوشمیر هیوادونو سفیرانو او استازو هم ګډون کړی وو.

https://p.dw.com/p/4GJwY
Afghanistan Erdbeben
انځور: AP Photo/picture alliance

 

په دغه يوه ورځني کنفرانس کي چي د پنجشنې په ورځ په کابل رابلل سوی وو، د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، د خوړو نړیوال سازمان یا ډبلیو ایف پې او  د ځينو بهرنیو هیوادونو سفیران او ځيني نورې هغه ادارې چې پدې بر خه کې کارکوي استازو يې ګډون کړی وو.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ظیا احمد تکل دویچه ویله ته وویل: »د کنفرانس موخه داوه چې په وروسیتو طبيعې پیښو کي له زيان منو سوو کسانو سره مرسته وشي.«

هغه وويل چي دوی د بهرنیو له هیوادونو سفیرانو، مرسته کوونکې هیوادونو له استازو او خیریه ادارو  له مسولینو څخه د مرستو غوښتنه وکړه ترڅو خلکو ته کورونه جوړ او خوراکې او غیري خوراکې توکې ور ورسول سي.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

تکل زیاته کړه چې بهرنیو مرسته کوونکو ژمنې کړي چي په افغانستان کې به د طبيعې پیښو له زیانمنو کورنيو سره د سرپناه ځایونو جوړیدو سربیره خوراکې توکو او زراعت په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې د وروستیو طبيعي پيښو له امله په افغانستان کې  یو میلیون کسان متضرر سوي  او ۱۵۰۷ کسان وژل سوی او شاوخوا ۶ زره کسان ژوبل سوي دي او تر اتلس زره زیاتې کورنې بې ځایه سوی او سرپناه نه لري.

Afghanistan | Hochwasser in der Nangarhar Provinz
انځور: Saifurahman Safi/XinHua/dpa/picture alliance

د خوړو نړیوال پروګرام یا (WFP) په افغانستان کې روان بشري وضعیت ناوړه ګڼي او په دغه هيواد کې له اړو کسانو سره د مرستې له پاره د مرستندویو هېوادونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

دوه ورځې وړاندي د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د دغه سازمان د سرمنشي مرستيال وويل چې افغانستان د بشري حقونو، اقتصاد، اقلیم، لوږې او مالي سیستم په برخو کې له خورا خرابېدونکي ناورین سره مخ دی. هغه یو وار بیا پر هېوادونو ږغ وکړ چې له افغانستان سره خپلې مرستې ونه دروي.

ملګري ملتونه: سیلابونو تر ۱۲۲۰۰۰ ډیر افغانان مرستې ته اړ کړي

ښاغلي ګرېفېتس د خپلې وینا پرمهال وویل: «نږدې نولس مېلیونه افغانان د خوړو له جدي کمښت او شپږ مېلیونه پکې د لوږې له خطر سره مخامخ دي»