طالبان: په کابل کې مو څلور داعشیان نيولي دي
۱۴۰۰ مهر ۱۴, چهارشنبهمجاهد وايي چې دغه عملیات د طالبانو د ځانګړو ځواکونو قطعې له خوا د کابل د پغمان ولسوالۍ په پشه يي سیمه کې ول. خو هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
ذبیح الله مجاهد په دې اړه پر خپل ټويټر ليکلي دي چې د دغو عملیاتو په پایله کې «۴ داعشي فتنه ګر ژوندي ونيول شول.»
طالبانو د دوشنبې په ورځ هم ويلي ول چې د کابل په شمال کې يې د داعش یو مرکز له منځه وړی او پکې میشت داعشیان يې وژلي دي.
په افغانستان کې د «اسلامي دولت» نومې يا داعش ډلې څانګه د «خراسان ولايت» په نوم يادیږي. دغې ډلې د اګست پر ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسیدلو وروسته پر طالبانو خپل بریدونه ډير کړي دي. طالبانو هم په وروستیو ورځو کې د دغې ډلې پر ضد د چاڼيزو عملیاتو د ترسره کولو خبرونه ورکړي دي. داعش په کابل کې د دوو خونړیو بریدونو په ګډون د يو شمیر بریدونو مسئولیت منلی دی.
د اسوشتید پريس په حواله، دغې ډلې ادعا کړې ده چې د سې شنبې په شپه يې په کونړ کې د طالبانو پر يو حامل موټر حمله کړې او کله چې د طالبانو کمکي ځواکونه سیمې ته ورسیدل له هغوی سره يې جګړه کړې او »ډېر يې« ترې وژلي دي.
داعش ډلې څو ورځې مخکې د کابل د عیدګاه مسجد مخې ته د شوې چاودنې مسئولیت هم منلی وو چې د طالبانو په وینا دوه کسان پکې ووژل شول. دغې ډلې همدارنګه په کابل هوايي ډګر کې د اګست میاشتې پر ۲۶مه چاودنې مسئوليت هم منلی وو. دغه برید چې ځانمرګی ښودل شوی او د خلکو په ګڼه ګوڼه کې وشو، ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغانان پکې ووژل شول.
ا.پ/م.ک.ص./ن.ز.