1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان په زرونو ښوونکي ګوماري، نجونې لاهم ښوونځيو ته نه ځي

۱۴۰۱ خرداد ۱۷, سه‌شنبه

د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې په ولایتونو کې د ښوونکو تر ۷ زرو ډېر بستونه آزادې سیالۍ ته وړاندې کوي. په دغو بستونو کې تر ۲زرو ډېر یې د میرمنو لپاره په پام کې نېول شوي. خو تر شپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځيو برخلیک څنګه؟

https://p.dw.com/p/4CNPS
Schule in Afghanistan
د آرشیف انځورانځور: AP

طالبان په زرونو ښوونکي ګمارلي، خو تر شپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نشته. د طالبانو حکومت د چارو ادارې اعلان وکړ چې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې به د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو ۷زره او ۲۵۲ بستونه به آزادې سیالۍ ته وړاندي کړي.

د دې ادارې رئیس مولوي احمد جان احمدي نن سې شنبې (۲۰۲۲م کال د جون ۷مه) په کایل کې خبریالانو ته وویل چې حکومت یې د ښوونیزو ادارو د کیفیت لوړېدو ته ژمن دی.

د چارواکو په وینا د اعلان شویو بستونو څخه به دوه زره او ۸۳ يې ښځېنه ښوونکي ته ورکړل شي، خو له ډېرو سره پوښتنه داده چې آیا تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو ښوونځي هم پرانېستل کیږي؟

له شاوخوا دوو ورځو په ټولیزو شبکو کې یو مکتوب لاس پر لاس کیږي، چې ګویا د روانې غبرګولي یا جوزا پر ۲۱ مه نېټه به تر شپږم ټولګۍ پورته د نجونو ښوونځي هم پرانېستل شي، خو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان دویچه ویله ته وویل چې »دغه مکتوب جعلي دی«.

د بشري حقونو فعالین وايي، د هرې ورځې په تېرېدو د نجونو ښوونځیو مسله لانجمنیږي.

لیکوال او د بشري حقونو فعال شمس الحق حیران دویچه ویله ته وویل: «متاسفانه ۲۵۹ ورځې تیریږي چې د افغان نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي، د پوهنې وزارت که چېرې د ښوونکو د استخدام موضوع ته لومړیتوب ورکوي او د ښوونکو بستونه اعلانوي، دا هم باید په پام کې ولري چې دا ښوونکي به تدریس چاته کوي، همدااوس په زرګونو او په لس ګونه زره د نجونو د لېسې او متوسطې دورې ښوونکې بې کاره دي او په کور ناستې دي.»

طالبانو د نجونو ښوونځیو د پرانېستو پروړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو له پاره کمېسیون په دنده ګومارلی، خو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان د دغه کمېسیون د چارو په اړه مالومات نه لري.

Afghanistan Symbolbild Bildung Frauen
طالبان په زرونو ښوونکي ګماري، خو تر شپږم ټولګۍ پورته نجونو ښوونځیو د پرانېستلو په برخه کې هیڅ ډول پرمختګ نشته.انځور: Majid Saeedi/Getty Images

سره له دې چې د طالبانو حکومت د ښوونکو د نویو بستونو د اعلان خبره کوي، خو د شته ښوونکو په اړه نېوکه داده چې له یوې خوا یې تنخواوې لږ او له بل لورې په وخت هم نه ورکول کیږي.

حیران په دې اړه وايي: «موږ په تېرو څو ورځو کې د کندهار او هلمند ولایتونو ښوونکي ولېدل چې ډېر زیات شمېر یې د بانکونو مخې ته په شپو شپو ولاړ ول، خو د خپل دوو میاشتو معاشونه یې ترلاسه نه کړای شول.»

د نویو ښوونکي د ګومارنې په بهیر کې یوه بله اندېښنه تبعیضي چلند دی، د طالبانو پر حکومت تر ټولو ستره نېوکه داده چې په لویو او مسلکو څوکیو یې د خپلې ډلې کسان ملایان او قاریان ګومارلي.

د بشري حقونو دغه فعال زیاته کړه: «دوی به د ښوونکو په استخدام کې تنوع په پام کې ونیسي، یانې یواځې هغه کسان چې له دیني زده کړو او مدرسو څخه فارغ دي د ښوونکو بستونو د آزموینې له پاره شارټ لیست نه کړي، ځکه چې د ښوونځیو ۱۷ مضامین ټول دیني مضامین نه دي، هلته موږ ساینس هم لرو.»

خو د طالبانو د چارو ادارې مشر ډاډ ورکړ چې ګومارنې به یې د اهلیت او وړتیا پر بنسټ وي.

د نویو ښوونکو د ګومارنې له پاره د نوملېکنې بهیر د غبرګولي یا جوزا له ۱۶مې پيل شوی چې د همدې میاشتې تر ۳۱ مې نیټې به دوام لري.