طالبان په افغانستان کې رسمي دفتر غواړي
۱۳۹۷ بهمن ۱۸, پنجشنبهد چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د فبروري میاشتې په ۶ نیټه) د انترفکس په نامه یوه روسي خبري آژانس په مسکو کې د طالبانو او افغان سیاستوالو ترمنځ د خبرې په څنډه کې د یوه طالب چارواکي په حواله رپوټ ورکړی چې طالبان په افغانستان کې د نوي دفتر پر پرانیستلو ټینګار کوي.
انترفکس خبري آژانس د طالبانو د پلاوي د مشر په حواله لیکلي: «د سولې له پاره دا اړینه ده چې د مذاکراتو او د اړیکو د ساتلو له پاره دفتر پرانیستل شي.»
د طالبانو د پلاوي مشر محمد عباس ستانکزي همدا راز ویلي چې طالبان اوسمهال رسمي آدرس نه لري.
په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپل پوځي حضور د کمولو په اړه فکر کوي، روسیه هم په دې هڅه کې ده چې په خپل ګاونډي هیواد افغانستان کې د سولې د یوه توافق له پاره د منځګړي نقش ولوبوي. دغه هدف ته د رسیدو له پاره مسکو تر دې مخکې هم د طالبانو او د سولې د عالي شورا د استازو کوربتوب کړی دی.
په عین وخت کې د مسکو په کوربتوب د طالبانو د استازو او افغان سیاستوالو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د یوې ګدې اعلامیې په خپرولو سره پای ته ورسیده. د نورو مواردو سربیره په دې ګډه اعلامیه کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د ورته یوې بلې غونډې غوښتنه شوي.
روسیه د طالبانو تحریک د یوه ترهګر سازمان په توګه پیژني خو په دې وروستیو کې د طالبانو او روسیې ترمنځ اړیکې پراخې شوي دي. مسکو فکر کوي چې طالبان کولی شي د اسلامي دولت یا داعش ترهګرې ډلې په لمنځه وړلو کې مرسته وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د روسیې جګپوړي دپلومات سرګي لاوروف، بیا دغه راز ادعاوې رد کړي او هغه یې بې اساسه بللي دي. کرملین په روانه اونۍ کې وویل چې د روسیې مشرتابه به له طالبانو سره ملاقات ونه کړي.