1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: پاکستان او ایران دې له زغمه کار واخلي

۱۴۰۲ دی ۲۸, پنجشنبه

په افغانستان کې د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت د هغو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې ده، چې پاکستان او ایران یو د بل په خاوره کې د وسله والو پر مرکزونو کړي دي او له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي.

https://p.dw.com/p/4bQDH
Afghanistan | Kabul Präsidentschaftspalast
انځور: Balkis Press/ABACA/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد اعلان وکړ، چې د ایران په سیستان او بلوچستان ولايت کې یې د «بلوڅ ازادي غوښتونکې اردو» مرکزونه تر برید لاندې نیولي دي. تر دې يوه ورځ مخکي  ایران هم د پاکستان په بلوچستان کې د جیش العدل وسله والې ډلې پر مرکزونو د برید خبر ورکړ.

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې په دغو بریدونو کې نهه کسان وژل شوي دي. خو په پاکستان کې بيا د ایران له لوري په بریدونو کې د دوو ماشومانو وژل کېدل رپوټ شوي دي.

د طالبانو ادارې د باندنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ایکس شبکې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو اداره د ایران او پاکستان تر منځ د زغم غوښتونکې ده او له دواړو لوریو یې غوښتي چې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

په دې خبرپاڼې کې دغه «تاوتریخوالي» ته اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي: «دا چې سیمه د تپل شویو جنګونو او اوږدې بې ثباتۍ وروسته د ارام ساه اخلي، دواړه خواوې باید په سیمه کې د ثبات ټینګولو هڅه وکړي.»

د طالبانو اداره له دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران سره ډیپلوماټیکې اړیکې لري؛ خو تر اوسه له دغو دواړو هېوادونو یوه یې هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.

د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم د ایران او پاکستان تر منځ مسایلو ته غبرکونونه ښودلي او له دواړو خواو یې د زغم غوښتنه کړې ده.

د ترکیې د باندنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد او تهران کې له خپلو سیالانو سره په تماس کې وویل، ایران او پآکستان نه غواړي چې په سیمه کې ګډوډي ډېره شي.

دې ترکي چارواکي اردن ته د سفر پر مهال یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې انقرې دواړو لوریو ته توصیه کړې ده چې کړکېچ ته دې لمن نه وهي او ژر تر ژره دې حالات سم کړي.

د پاکستان او ایران تر منځ د کړکېچ زیاتېدو ته په اندېښنې سره چین ویلي دي چې، چمتو دی چې د پاکستان او ایران تر منځ منځګړیتوب وکړي.

د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل: «ایران او پاکستان د چین نیږدې ګاونډیان، دوست او د ډېر نفوذ لرونکي هېوادنه دي او چین هیله لري چې دواړو خواوې وشي کولی امن وساتي او زغم وښيي.»

هغه ویلي دي: «موږ د دواړو لوریو د لېوالتیا په صورت کې چمتو یو چې په کړکېچ کمولو کې رغوونکی رول ولوبوو.»

aj/af/OD (Reuters,dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب