1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبان ولې په فراه ولایت کې پیاوړي شوي؟

مسعود جهش
۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

طالبان د فراه په ګډون ځينو ولایتونو کې د خپل نفوذ په پراخولو او آن ولایتي مرکزونو ته په ګواښ پيښولو توانیدلي. کارپوهان وایي چې دغه ډله له یوې سیمې څخه بلې ته د خپلو جنګیالیو د انتقال له لارې پر ولایتي مرکزونو فشار راوړي.

https://p.dw.com/p/38vkg
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

طالبانو د يکشنبې په ورځ په فراه ولايت کې په یوه کمین کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۲ غړي وژلي دي. دغه پیښه په فراه کې د طالبانو د خونړیو بریدونو وروستۍ ده چې په ترڅ کې یې امنیتي ځواکونو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده.

فراه د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبانو پکښې په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ورځ تر بلې پکې د خپل نفوذ ساحه پراخوي.

د افغانستان د تحلیلګرانو له شبکې څخه توماس روتیک، له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: «طالبان د ځينو ولایتونو پر مرکزونو باندې د خپلې حلقې د تنګولو په حال کې دي او په دغو ډیر نفوس لرونکو سیمو کې په نسبې توګه خپل باثباته نفوذ ساتي. دا حالت د ستراتیژیک بیلانس له پاره ډیر خطرناک دی. فراه یو له دغه شان ولایتونو څخه دی.»

د ۲۰۱۴م کال له پای راهیسې، کله چې افغان ځواکونو له ناټو څخه د افغانستان د امنیتي چارو مسئولیت پر غاړه واخیست، طالبانو خپله جګړه د ولسوالیو او ځينو ښارونو پر مرکزونو باندې متمرکزه کړه. له دې مودې راهیسې، طالبان د لنډ وخت له پاره د کندز او غزني ولایتونو د مرکزونو په نیولو هم توانیدلې دي. که څه هم پر ولایتي مرکزونو د طالبانو کنترول اوږد نه وو، خو د کندز او غزني ښار ته رسیدل د دې ډلې له پاره لویه بریا بلل کیږي.

د روتیک په خبره فراه آن د مجاهدینو د جګړو پر مهال د یاغیانو پوخ سنګر وو چې د طالبانو ځيني اوسني قوماندانان او جنګیالي هغه وخت پکې میشت ول. دا کارپوه روښانوي چې طالبان اوس له همدې پخوانیو سنګرونو څخه په کار اخیستلو، کولای شي چې په آسانۍ سره پرمختګ وکړي.

د طالبانو په جنګي ستراتیژي کې بدلون

طالبان په وروستیو کلونو کې تر خپل کنترول لاندې سیمو په پراخولو توانیدلي دي او له همدې کبله اوس د دې ډلې جنګیالي د جګرې له یوې نقطې څخه بلې ته په آسانۍ سره سفر کولی شي. ویل کیږي چې طالبانو د غزني او کندز ښارونو په جګړو کې، له نزدې سیمو اضافي جنگيالي د جګړې ډګر ته لیږدولي ول چې پر افغان ځواکونو باندې فشار زیات کړي.

توماس روتیک په دې نظر دی چې د فراه پر مرکز د طالبانو د حلقې په تنګیدو سره، دې سیمې ته هم نوي او لا مجهز جنګیالي رسیدلي دي. هغه وایي: «طالبانو په وروستیو وختونو کې فراه ولایت ته خپل کوماندو ځواکونه لیږلي دي چې د دوی له نظره د افغانستان په نورو برخو کې بریالي ول. دغو طالب ځواکونو ته لا ډیر مسئولیتونه ورکړل شوي دي چې په پایله کې یې هغوی کولای شي له ګاونډیو ولایتونو اضافي جنګیالي فراه ته انتقال کړي.»

د افغان امنیتي چارواکو ناکامي؟

فراه ولایت د افغانستان له ګاونډي هیواد ایران سره شریکه پوله لري او له همدې کبله ځيني ځايي چارواکي داسې ادعاوې کوي چې ګواکې طالبان د پولې له بلې غاړې ملاتړ ترلاسه کوي او له همدې کبله په دې ولایت کې پیاوړي دي. خو روتیک روښانوي چې د دغو ادعاو ثابتول ستونزمنه خبره ده او په اند یې ډیر وخت افغان چارواکي د خپلو نیمګړتیاو د پټولو له پاره دغه شان څرګندونې کوي: «‌ډیر وخت د افغان ځواکونو قدرت ډیر ښول کیږي. موږ د خیالي سرتیرو په اړه اطلاعات لرو. کله چې افغان حکومت په سیمه کې حد اقل ځواک نه لري نو د طالبانو پر ضد مقاومت بیا سخت وي.»

روتیک د افغان امنیتي ځواکونو تر منځ فساد ته هم ګوته نیسي او وایي چې د فراه او نورو سیمو د وضعیت په خرابیدو کې پراخ نقش لري: «موږ پوهیږو چې پوځي افسران د جګړې بل اړخ ته وسلې او مهمات پلوري. په عین حال کې طالبان هم توانیدلي دي چې د مرمۍ ضد موټرو او د شپې دوربینونو په ګډون عصرې وسلې ونیسي. له همدې کبله طالبان ډیر وخت په داسې یوه موقعیت کې وي چې د وسلو کیفیت یې د ځایي امنیتي ځواکونو په پرتله لوړ وي.»

افغان حکومت د امنیتي ځواکونو تر منځ د فساد ځینې پیښې مني خوا د طالبانو د نفوذ پراخیدو لامل له دې ډلې څخه د بهرنیو هیوادونو ملاتړ او د افغانستان د جګړې مغلقتیا په ګوته کوي.