طالبان وايي چې له متحده آيالاتو سره يې فاصله لنډه شوې
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۴, شنبهدواړه غاړې په قطر کې خپلو ليدنو ته دوام ورکوي. طالبان په دوحه کې سياسي دفتر لري. اسوشيتډ پريس ته د طالبانو د وياند له خوا په يوه استول شوي غږيز پيغام کې ويل شوي چې دواړو لورو په دوحه کې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونو د شمېر د راکمولو په مقصد نوي وړانديزونه هم کړي دي. دا به ښايي يو لومړی مهم ګام وي څو د افغانستان نزدې ۱۸ کلنې جګړې او د امريکا متحده آيالاتو تر ټولو اوږده پوځي ماموريت ته د پای ټکی کښېښودل شي. د متحده آيالاتو له خوا ګمارل شوي د سولې استازي، زلمي خليلزاد البته پر اوربند باندې ټينګار وکړ او د جمعې په ورځ يې په تويتر کې وليکل: «د دې وخت رارسېدلی دی چې وسلې پر ځمکې کښېښودل شي.» خو دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هر ډول اوربند رد کړی دی تر څو چې د متحده آيالاتو او ناټو ځواکونه له افغانستان څخه ايستل شوي نه وي.
APE / 0234 / EAP / ن. ص/ ش. ن