1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د سولي خبرو په برخه کې د پاکستان تر فشار لاندي يوو

۱۳۹۷ دی ۲۶, چهارشنبه

د طالبانو یوه غړي ویلي دي چې په روانه اوونۍ کې د دوی د جګپوړو غړو نیول کیدل د اسلام اباد د حکومت دا هڅه په ګوته کوي چې پر طالبانو باندي له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته د کښیناستو له پاره فشار راوړي.

https://p.dw.com/p/3Beon
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

د طالبانو جګپوړی قوماندان حافظ محب الله، چې له متحده آیالاتو سره په مذاکراتو کې ښکیل وو، په پيښور کې ونیول شو خو بیا وروسته بیرته آزاد شو. د طالبانو یوه مشر له رویترز خبري آژانس سره د نوم نه ښوولو په شرط په خبرو کې ویلي دي: «د هغه [حافظ محب الله] تر نیول کیدو وروسته، پاکستاني چارواکو د دغه هیواد په بیلا بیلو برخو کې د طالبانو د نورو غړو، د هغه د دوستانو او قوماندانو پر کورونو چاپې وهلي.»

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې طالبانو د محب الله آزادیدل تائید کړي دي او ویلي يي دي چې هغه په خوندي ځای کې دي. خو دغه نیونه په داسې یوه وخت کې کیږي چې داسې بریښي چې د سولې د خبرو اترو له پاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو تر منځ خبري اترې له یوه بن بست سره مخامخ شوي وي، ځکه چې طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره د دغو خبرو اترو د درولو ګواښ کړی دی.

زلمی خلیلزاد چې د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۱۵مه) کابل ته ورسید، په پام کې وه چې تیره اوونۍ يي په قطر کې له طالب استازو سره لیدلی وای، خو دغه غونډه لغو شوه. طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کړې ده.

نوموړي خبري آژانس د طالبانو د سرچینو له قوله لیکلي دي چې دغه شخړه د هغو هیوادونو تر منځ د نظر اختلاف ښيي چې په سیمه کې خپله ګټه لري. د نوموړي سرچینې په وینا پاکستان او متحده ایالات طالبانو باندي فشار راوړي چې د کابل له حکومت سره مخامخ خبري وکړي خو د ایران په گډون نور هیوادونه بیا د طالبانو د اوسني دریځ ملاتړ کوي.

دغه سرچینې رویترز ته ویلي دي: «ایران او قطر د طالبانو د دریځ ملاتړ کوي، خو پاکستان بیا هغه څه وایي چې افغان حکومت او متحده ایالات یي غواړي.»

افغان حکومت تل پر پاکستان باندي د طالبانو د ملاتړ تور پوري کوي. خو پاکستان دا تورونه ردوي خو وایي چې پر دغې ډلې یو څه نفوذ لري چې په دې کې ترې کار اخلي د سولې خبرې اترو منلو ته يي واداره کړي.