1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له پاکستان سره د ډبرو سکرو قرارداد نه لرو

امید دیدار
۱۴۰۱ تیر ۸, چهارشنبه

طالبان وايي چې له پاکستان سره د ډبرو سکرو هيڅ ډول قرارداد نه لري او يوازي يې پر افغان سوداګرو پلوري. دوې ورځي مخکي د پاکستان لومړي وزير وويل چي له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات ډېر ارزانه ورته تمامیږي.

https://p.dw.com/p/4DPQM
Afghanistan Kohle
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستانه د ډبرو سکرو پر صادراتو تینګار وکړ او ويې وويل چې پاکستان په «ډېره» ټیټه بیه د افغانستان د ډبرو سکاره پیري. د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وویل چې له پاکستان سره د ډبرو سکرو هېڅ ډول قرارداد نه لري او د ډبرو سکاره يوازي پر افغان سوداګرو پلوري.

د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان دویچه ویله ته وویل، تازه یې له افغانستانه د یو ټن ډبرو سکرو صادرولو بیه له ۹۰ نه ۲۰۰ ته لوړه او د ډبرو سکرو ګمرکي محصول ۶۰ سلنه اخستل کېږي.

نوموړي وویل، په نړۍ کې د ډبرو سکرو د یو ټن بیه شاوخوا ۳۵۰ ډالره ده او د افغانستان د ډبرو سکرو د یو ټن بیه تر پولې هاخوا سوداګرو ته په شاوخوا ۲۵۰ ډالره پرېوځي، په داسې حال کې چې په کان کې یو ټن تر څلورو زرو افغانیو پوري سوداګرو ته ورکول کېږي.

ده وویل، تر اوسه د ډبرو سکرو په اړه پاکستاني یا د بل کوم شرکت سره تړون نه لري او کوم سکاره چې پاکستان ته وړل کېږي، هغه افغان سوداګر په ازاد بازار کې پلوري.

Afghanistan Kohle
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

نوموړي وویل: «د کانونو وزارت او نورې دولتي تصدۍ له کوم هيواد یا بل شرکت سره کوم تړون نه لري. نه د پاکستاني شرکت سره قرارداد لرو نه یې له تجارانو سره کوم تړون لرو. موږ یې پر خپلو افغانانو خرڅوو او افغان سوداګر یې بیا هلته وړي. دا یو بازار دی چې دوی ته جوړ شوی دی.»

پر کالدارو د ډبرو سکرو د پلور اندېښنو ته په ځواب کې د کانونو وزارت ویاند عصمت الله برهان وویل، په هيواد کې د ډبرو سکاره په افغانیو پلوري او له هيواده بهر دوی کوم مسئولیت نه لري.

د کانونو او پترولیم وزارت له پاره د طالبانو دا چارواکی هغه ادعاوې ردوي، چې ګنې د ډبرو ډېر شمېر لارۍ له ګمرکي محصول پرته او یا په قاچاقي ډول له هيواده وځي.

دوې ورځي مخکي د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه هېواد د کابینې په یوه غونډه کې ویلي، چې له افغانستانه ورتلونکیو ډبرو سکرو له درکه به هغه هېواد هر کال دوه اعشاریه دوه میلیارده ډالر ګټه وکړي.

شهباز شریف د افغانستان د ډبرو سکاره د سویلي افریقا له هغې سره پرتله کړي او زیاته کړې یې ده، چې د هغې پرتله ورته د افغانستان ډبرو سکاره ارزانه تماميږي.

Symbolbild Kohleabbau in Pakistan
انځور: Getty Images/AFP/J. Eisele

په هغه ویډیو کلیپ کې چې پر خواله رسنیو خپور دی نوموړی وايي، د افغانستان د ډبرو سکاره په هماغه کیفیت دي، چې دوی له سویلي افریقا د میلیاردونو ډالرو په لګښت واردول.

هغه ویلي: «ان شاالله د ډبرو سکرو واردات به کرار کرار زیات شي او له دې درکه به پاکستان دوه میلیارده ډالر سپما وکړي او دا د ډبرو سکاره به راځي او د نورې نړۍ په نسبت به دا په نیمه بیه اخلو.»

شهباز شریف دا هم ویلي، چې له افغانستانه به د ډبرو سکاره په پاکستانو روپیو وپېرل شي.

هغه په خپلو خبرو کې له افغانستانه د ډبرو سکرو د وارداتو د چټکتیا له پاره د یوې کمېټې د جوړولو لارښوونه هم کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف تر دې څرګندونو وروسته په افغانستان او تر هغه  بهر کې افغانانو د طالبانو پر حکومت تندې نیوکې پیل کړي، چې د ډبرو سکاره یې د دوی په باور، په کمه بیه پر پاکستان پلورلي دي.

نیوکه کوونکي د شهباز شریف هغې خبرې ته، چې د ډبرو سکاره به د ډالرو پر ځای پر پاکستانۍ کالداره له افغانستانه واردوي، په اشارې سره وايي، طالبانو په هغو پیسو د ډبرو سکاره قرارداد کړي، چې ورځ تر بلې یې ارزښت په ښکته کېدو دی.

خو د افغانستان د کانونو او سوداګرۍ خونې مشر شیرباز کمین زاده وايي چې له پاکستان سره تر اوسه د ډبرو سکرو کوم رسمي قرارداد نه شته. هغه زياته کړې چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې لږ صادرېدل، خو اوس یې د صادراتو کچه «ډېره » لوړه شوې.

دی وايي، پاکستان ته د نورو هېوادونو په پرتله د افغانستان د ډبرو سکاره ارزانه تمامېږي، نو ځکه خو یې بیې هم یو څه لوړې شوي دي او اوس پاکستان ته یو ټن سکاره تر پنځوسو زرو کالدارو رسېږي.

اوس مهال په نړیوال بازار کې د ډبرو سکرو بیه یو ټن تر څلورو سوو ډالرو رسېږي.

کیمن زاده وايي، پاکستان ته د ډبرو سکاره ځکه په کالدارو ورکول کېږي، چې په افغانستان کې بانکي سیستمونه غیرنورمال دي او امریکا د افغانستان ډالر کنګل کړي، نو ځکه د ډالرو لېږد رالېږد بند دی.

هغه وايي، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوي، خو پاکستان ته لا هم سکاره ارزانه صادرېږي او د نړیوال بازار په پرتله تر پنځوس سلنې کم دي. هغه د افغانستان د ډبرو سکاره د کیفیت له لحاظه لوړ ګڼي.

afghanische Kohlenmine
انځور: Paula Bronstein/Getty Images

د ډبرو سکرو یو سوداګر نقیب الله دویچه ویله ته وویل، که څه هم د نړیوال بازار په پرتله د افغانستان د ډبرو سکاره په ټیټه بیه پاکستان ته صادرېږي، خو د ده په ټکو په اوسنیو شرایطو کې همدا یوه سوداګري ورپاتې ده.

هغه وویل: «موږ او تاسې ته بهتره معلومه ده چې اوس د تجارت وضعیت ښه نه دی. د ذغالو ښه مارکیټ روان دی. د دې غرونه دي، لږ وخت کې نه ختمېږي. د تاجرانو د ګټې له پاره بهترین چانس دی. د افغانستان له پاره بهترین چانس دی. عواید ورسره ډېر لوړېږي.»

ولسي وګړي وايي، هره ورځ د پکتیا او ننګرهار ګمرکونو له لارې په ډبرو سکرو بار سلګونه لارۍ پاکستان ته وړل کېږي.

د کانونو او پترولیم وزارت د مالوماتو پر بنسټ په افغانستان کې د ډبرو سکرو اتیا مختلفې زیرې موجودې دي، چې اوس یې یوازې په ۱۷ هغو کې استخراج روان دی او په دغو ۱۷ زېرمو کې ۲ میلیارده او ۳۵۰میلیونه ټنه سکاره موجود دي.

امید دیدار