1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي د ډبرو سکرو صادرات يې ډېر کړي دي

۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعه

د طالبانو د چارواکو په حواله د کان کېندنې له سيکتور څخه د لا زياتې ګټې تر لاسه کولو په موخه یې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ډېر کړي او ګمرکي محصول یې پرې لوړ کړی دی.

https://p.dw.com/p/4BvQd
Bergwerk in Afghanistan Provinz Samangan ARCHIV 2012
انځور: Qais Usyan/AFP/Getty Images

طالبانو تر هغه وروسته په دې کار لاس پورې کړی دی چې په ټوله نړۍ کې د ډبرو سکرو بیې تر هغه وروسته ډېرې لوړې شوي چې د دې توکي تر ټولو ستر صادرونکي هيواد اندونیزيا د روان ۲۰۲۲م کال په پېل کې په ناڅاپي توګه پر صادراتو بندیز وضع کړ. تر دې وروسته پر اوکراين د روسیې يرغل هم د دې باعث شو چې د ډبرو سکرو بيه نوره هم لوړه شي.

تر اوسه د نړۍ يوه هيواد هم د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پيژندلی چې په نتيجه کې يې پر افغانستان ټولې نړيوالې مالي مرستې بندي دي که څه هم چې دمګړۍ دغه هيواد له سخت بشري او اقتصادي بحران سره لاس او ګريوان دی.

د طالبانو سخت دريځه ډله اوس د اقتصاد د ودې له پاره پر طبيعي زيرمو تکيه کوي. په وچه کې راګير هيواد افغانستان ډېرې معدني او فوسيلي زيرمې لري چې ډېرې یې لا کارول شوي نه دي.

د طالبانو د مالیې وزارت وياند احمد ولي حقمل په دې اړه وويل: «د ډبرو سکرو صادارت ډېر شوي، ځکه چې موږ ورته لاره هواره کړې ده.»

نوموړي وويل چې په تېرو شپږو میاشتو کې د ډبرو سکرو د صادراتو له لارې د ۱۶ ميلياردو افغانيو په ارزښت صادراتو له لارې څه نا څه ۳ میليارده افغانۍ ګمرکي محصول ټول کړی دی.

حقمل تائید کړه چې د زيات خرڅلاو ترڅنګ تېره اونۍ د ډبرو سکرو محصول هم له ۲۰ سلنې څخه ۳۰ سلنې ته لوړ شوی دی.

طالبانو خپله لومړۍ کلنې بودجه د روانې مياشتې په سر کې اعلان کړه او ویې ويل چې زیاتره تکیه یې پر سيمه ایزو عوايدو ده. دا د افغانستان په څېر هيواد له پاره چې تېرې دوې لسیزې یې پر بهرنيو مرسته انحصار لاره، يوه ستره او ستونزمنه دنده ده.

پاکستان ته په پراخه کچه د ډبرو سکرو لېږد او په اړه یې اندیښنې

حقمل وويل چې صادرات او عوايد د تېر حکومت له دورې ډېر لوړ دي. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څخه خان جان الکوزي د رويترز خبري آژانس ته وويل چې دی هم په دې آند دی چې عوايد په رښتيا هم يو څه لوړ شوي دي ځکه چې طالبانو د فساد مخه يو څه نيولې ده.

د طالبانو د حکومت د معادنو او پتروليم وزارت مرستيال عصمت الله برهان په دې ترڅ کې ويلي چې دمګړۍ څلور داخلي يا کورني شرکتونه د ډبرو سکرو کانونه استخراجوي چې اکثريت یې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې دي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات ډېر کړي دي.

د رپوټ پر اساس به له افغانستان څخه د ډبرو سکرو صادرات د پاکستان د ډبرو سکرو اړتيا تر ډېره پوره کړي او پر جنوبي افريقا به د دغه هيواد تکيه راکم کړي. خو د پاکستان د تجارت وزارت په دې اړه د رويترز پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

پاکستان اوس د خپلې اړتيا کابو درې پر څلورمه برخه د ډبرو سکرو اړتيا له جنوبي افريقا څخه په وارداتو پوره کوي چې دغه سکاره زياتره د هيواد د سيمنتو په صنعت کې په کار لويږي.

يوه پاکستاني چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې وويل چې پاکستان له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات لوړ کړي دي او دا د میاشتې ۵۰۰ زره ټنه ته رسېدلای شي.

دغه چارواکي وويل چې د اوکراين د جګړې له کبله په نړۍ کې د مايع ګاز د بیې لوړيدو له کبله اوس پاکستان د مايع ګاز واردات راکم کړي دي.

د انجينر آصف خان په نوم يوه سوداګر چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکاره واردوي وويل چې تجارت یې ښه روان وو خو د طالبانو له خوا د مالیو تر لوړولو وروسته افغان سوداګرو اوس د ډبرو سکرو بیې هم لوړې کړي دي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: