1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان له هغو نجونو چې ۱۲ ټولګی یې نه دی لوستی آزموینه اخلي

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

د طالبانو ادارې د پوهنې وزارت له هغو نجونو چې سږ کال په ۱۲ ټولګیو کې وې، خو بشپړ یې نه کړل د «سویې آزموینه» اخلي. دغه آزموینې به د ۳۱ ولایتونو اړوند د سړو سیمو زده کونکو د کانکور په آزموینه کې د ګډون په موخه واخېستل شي.

https://p.dw.com/p/4KNFr
آرشیف: افغان زده کونکې
آرشیف: افغان زده کونکېانځور: AFP

په هغه مکتوب کې چې تازه د طالبانو د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معینیت د پوهنې ولایتي ریاستونو ته استولی راغلي چې آزموینې د ۱۴۰۱کال د لیندۍ یا قوس پر ۱۶ نېټه یانې تر یوې اونۍ هم په لږه موده کې اخېستل کیږي.

 دغه مکتوب د پوهنې یو له ولایتي ریاستونو دویچه ویله ته ورکړی دی.

دغه راز، د لوګر د پوهنې ریاست د یوه خپاره کړي مکتوب له مخې، په دې آزموینه کې ۱۴۰ پوښتنې راځي او ګډونوال درې ساته وخت لري چې پوښتنو ته ځوابونه ولیکي.

په لوګر او هرات ولایتونو کې د طالبانو د پوهنې ریاستونو منلې چې د ۱۲ ټولګیو ښځېنه زده کونکو څخه د آزموینو اخېستو له پاره چمتوالی نېول شوی دی.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب دویچه ویله ته وویل: «۳۰۰ نجونې چې ۱۱ ټولګی یې لوستلی او په ۱۲ ټولګیو کې وې، اوس چمتو دي چې په دې آزموینه کې ګډون وکړي، د بریا په صورت کې به سږ کال د کانکور آزموینو ته لار ومومي.»

دغه راز، د هرات د پوهنې رئیس شهاب الدین ثاقب وویل: «کانکو ته د لار موندلو په موخه د ۱۲ ټولګیو له ښځېنه زده کونکو آزموینې اخېستو ته لازم تدبیرونه نېول شوي دي.» ثاقب په دې اړه له ډېرو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.

د طالبانو ادارې د پوهنې وزارت ویاند او چارواکي د دویچه ویله د پرله پسې اړیکو سربیره هم چمتو نه شول چې په دې اړه خبرې وکړي.

آرشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي د نجونو درسي ټولګی
آرشیف: په کابل کې د یوه ښوونځي د نجونو درسي ټولګیانځور: ZOHRA BENSEMRA/REUTERS

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له څو کوچنیو استثناوو پرته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي په ټول افغانستان کې تړلي دي.

دا څرګنده نه ده چې دغه نجونې به چې دولسم ټولګي یې په بشپړ ډول نه دي لوستي څه ډول آزموینې ورکړي.

د ۱۲ ټولګیو یوشمېر زده کوونکې سره له دې چې د دغه خبر په اورېدو راتلونکې ته هیله منې شوي، خو هېښي په دې دي چې د درس لوستلو پرته به څه ډول ازموینه ورکوي او څنګه به کانکور ته چمتوالی ونیسي.

د هرات یوې اوسېدونکې فاطمه احمدي چې ټاکل شوې وه په همدې کال کې له ۱۲ ټولګي فارغه شي، خو ښوونځي ته له تګ بې برخې شوې دویچه ویله ته وویل: «زموږ له پاره چې په ۱۲ ټولګي کې یو دا د خوشالی خبر دی، خو له بل لوري ډارونکی هم دی او موږ له راتلونکې ډاروي، له دې پرته چې یو څه ولولو کانکور ته د لار موندلو آزموینه کې شامل شو، له درسونو یو کال محرومیت زموږ پوهنیزو اندونو ته ستره ضربه رسولې او دا شرایط د تحمل وړ نه دي.»

اړوند مطالب:له تحصیله بې برخې شوې نجونې له مجبوريته ودونه کوي

 لایقه، د غور ولایت یوه بله زده کوونکې ده چې ټاکل شوې وه سږ کال ۱۲ ټولګی بشپړ کړي، له طالبانو غواړي چې د دې پریکړې پرځای غوره ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

هغه وايي: «له ۱۲ ټولګي د ارتقا آزموینه زما له پاره خوشالي ده، ځکه کولای شم پوهنتون ته لاره ومومم، خو له بل لوري ډېره خفه یم چې څنګه به مبهمو سوالونو ته چې درس مې یې نه دی لوستی ځوابونه ورکړم.»

هاخوا فرهنګي فعالان د طالبانو دا پریکړه سمبولیکه بولي. په افغانستان کې د فرهنګي چارو شنونکي عبدالقهار فرخي دویچه ویله ته وویل: «له بده مرغه د نجونو په زده کړو کې ډېر لوی ځنډ رامنځته شوی او هغوی د اوږدې مودې له پاره له زده کړو لرې پاتې شوي دي.»

هغه د طالبانو دا پریکړه د پوښتنې وړ بولي او وايي: «ترڅو چې یو څوک درس ونه لولي، نه شي کولای چې د ارتقا او کانکور په ازموینو کې ښه پایله واخلي، نو د طالبانو دا تصمیم یو ستراتيژیک پلان نه شي کیدی، ځکه طالبان هڅه کوي وښيي چې هغوی د نجونو د ښوونې او تحصیل مخالف نه دي، په داسې حال کې چې خبره برعکس ده.»

افغانستان د نړۍ په کچه یواځینی هيواد چې په هغه کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې حق نه لري چې ښوونځیو ته ولاړې شي.

اړوند مطالب:له ښوونځي منع شوي نجونې: له مجبورۍ مو کورک پاکۍ ته مخه کړي

د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانېستل د افغانانو او نړېوالې ټولنې بنسټیزه غوښتنه ګڼل کیږي، خو طالب چارواکو له ګونګو ژمنو پرته تراوسه د خلکو دې غوښتنې ته مثبت ځواب نه ورکړی.

په دې وروستیو کې ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د ټول افغانستان په کچه دې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

دغه سازمان پر افغان نجونو د ښوونیزو محدودیتونو دوام خواشینونکی او د شرم وړ بللی.