طالبان ـ د پوليو ضد واکسيناسيون ملاتړ به وکړو
۱۳۹۹ دی ۲۹, دوشنبهپه افغانستان کي د پوليو ضد واکسين د کمپاين عمومي مسؤل، ميرجان راسخ د آلمان خبري آژانس ته وويل، چې کابو ۶۵۰۰۰ روغتيايي کارکونکي د دغه پنځه ورځني کمپاين ترسره کولو له پاره ګمارل شوې دي. تیر کال ۳،۴ ميلونه ماشومان د ماشومانو د فلج يا د ګوزن ناروغۍ له واکسینو څخه بې برخې شول، چې په پايله کې شا او خوا ۶۵ ماشومانو د ناروغه کيدلو پيژندنه شوې.
دا په روان ميلادي کال کې د ګوزن پوليو واکسیناسيون لومړنی کمپاين دی چې پنځه ورځې به دوام وکړي. د روغتيا وزارت د پوليو د له منځه وړلو پروګرام د پوهاوي ورکونکي، ميرجان راسخ دویچه ویله ته وويل، چې په وروستیو دريو کلونو کي د امنيتي ستونزو له کبله کابو دري ميلونه ماشومان د چمتو شويو واکسیین له تطبيق کولوڅخه بې برخې شول. دغه ماشومان ډير شمير يې د افغانستان په سویلي زون او هغه سيمو کي چې د طالبانو په کنترول کي دي له واکسین کولو بې برخې شوي دي.
راسخ د کور په کور د کمپاين کولو مخنیوي څخه اندیښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د واکسینو نه تطبيقول د دې سبب شوی چې په سلونو ماشومان د ګوزن ويروس له خطر سره مخ شي. د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې له کورنيو څخه غوښتنه کوي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
برسيره پر دې ناامنۍ او په ۲۰۲۰ م کال کې د کرونا ويروس خپريدل هم د پوليو واکسينو د پنځه ورځڼي کمپاين د خندیدلو سبب شوي. په ۲۰۲۰م کال کې په دغه هیواد کې ۵۶ ماشومان د ګوزن په ناروغۍ اخته شوي دي. د پوليو د پوهاوي ورکولو مسولينو په وينا ۷۵ سلنه پيښې د طالبانو ترکنترول لاندي سیمو کي رامنځ ته شوې دي. دا هغه سيمي دي چې طالبانو يې کور په کور د واکسين کولو کمپاين مخه نيولي وه. د پوليو له منځه وړلو پروګرام عمومي مسؤل زياتوي:« يوه جدي انديښنه شتون لري، که چيرې دغه ماشومان چې شمير يې کابو درې ميلونو ته رسیږې په روان کال کې له واکسین کولو پاتې شي، امکان لري چې د پوليو پيښې زیاتې شي.»
د افغانستان د روغتیا وزارت په افغانستان کي له ټولو په جګړه کي ښکيل ډلو څخه غواړي چې ماشومانو له پاره د واکسین کولو لارې هوارې کړي. د دغه وزارت په وینا د واکسین تطبيقولو کي ستره ستونزه د افغانستان سويلي حوزه کې په خاصه توګه د هلمند، کندهار، ارزګان، زابل او غزنی سيمي دي. اوس چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې روانې دي نو د روغتیا وزارت له دواړو خواو غواړې چې د پوليو واکسینو څلور پړاونو له پاره د افغانستان په سويلي ولايتونو کی د تطبیق لارې هواري کړې.
دغه ځل طالبانو اعلان کړی چې د پوليو واکسینو له تطبيقولو څخه ملاتړ کوي. د طالبانو ویاند، محمد نعيم د دوشنبې په ورځ په خپل ټويټ کې ليکلې، چې د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستي صندوق (يونسیف) تيره ورځ د طالبانو له معاون ملابرادر سره کتلي او د دغه روغتیای پروګرام په خاص ډول د پوليو واکسیونو د تطبيق په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.
د طالبانو وياند وايې، چې د طالبانو ډله د دغه پروګرام عملي کول خپله دنده او مسوليت ګڼي. د طالبانو د وياند د ټويټ په يوه برخه کې د ملا برادر خبرې راغلي چې هغه د نړۍ روغتیا سازمان ته د خپلې بشپړې همکارۍ څخه ډاډ ورکړ. د پوليو ويروس په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو اوس هم په افغانستان او پاکسنان خپور دی.
آ./ح.ح./ا.ا.