طالبان: زموږ زندانیان لا هم په بګرام کې دي
۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعهد جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د زندانیانو تبادلې تراوسه پورې صورت نه دی موندلی. مجاهد وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره تر هوکړې وروسته هم طالب زندانیان آزاد نه شول.
ولسمشر غني څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوو تنو بهرنیو استادانو په بدل کې د طالبانو د یادو زندانیانو د آزادولو ژمنه وکړه. مجاهد د دې کار د دلیل په هکله توضحیات نه دي ورکړي.
د طالبانو د ډلې د مرستیال سراج الدین حقاني ورو انس حقاني هم په دغو دریو زندانیانو کې شامل وو. د طالبانو ویاند وویل چې د پوهنتون استادان لا هم د دوی په بند کې دي.
طالبانو په ۲۰۱۶م کال کې د امریکايي پوهنتون استادان له کابل څخه وتښتول. په دوی کې یو کیوین کینګ د امریکا تبع او بل ټیموتي ویکس د آسترالیا تبع دی چې تر اوسه پورې د طالبانو په بند کې شپې او ورځې سبا کوي.
APE/AKH/AWA