1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د شنبې ورځې چاودنې په اړه تحقیقات روان دي

۱۴۰۱ خرداد ۲۲, یکشنبه

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي د شنبې په ورځ په کابل ښار کې پر یو ميني بس موټر بمي چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او يو شمیر نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه د کابل ښار په ختيځه برخه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4Ca40
Afghanistan I Bombenexplosion in Kabul
آرشیف - انځور په کابل ښار کې د ۲۰۲۱م کال د نومبر په ۱۳مه پر یو موټر د شوې چاودنې دیانځور: Kabir/Xinhua News Agency/picture alliance

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند، خالد ځدراڼ، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د امنيتي پرسونل يو ټيم توظیف شوی چې په سیمه کې د شنبې ورځې بمي چاودنې په اړه تحقیقات وکړي.

ياد آژانس وايي چې چاودنه په داسې يوه سيمه کې شوې چې ډیری اوسیدونکي ېې سني مذهبه پښتانه دي. 

د روان کال په روژې میاشت کې چې د اپریل مياشتې په ۳۰مه پای ته ورسېده د کابل په ګډون د افغانستان په ځينو برخو کې خونړۍ بمي چاودنې وشوې چې د ځينو هغو مسئولیت ېې داعش ډلې منلی دی.

په ډيری دغو چاودنو کې هزاره ګان او صوفيان په نښه شوي دي. ځينې دغه چاودنې په مسجدونو کې شوي او ځینو ېې بیا ميني بس موټرونه په نښه کړي دي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې، د اپریل په ۲۲مې يوې چاودنې د کندز ولایت په يوه مسجد کې د صوفي طريقې پلويان په نښه کړل چې په نتیجه کې ېې ۳۳ کسان ووژل شول او زيات شمیر نور ټپیان شول.

د کابل ښار د تیرې ورځې چاودنې په هکله د تیرې ورځې په رپوټونو کې ويل شوي دي چې د چاودنې مسئوليت تر اوسه هيڅ ډلې نه دی منلی.

آ./م.ک.ص./ا.ا.