1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان دساتني په هدف دتاوتریخوالي قرباني ښځي زندان ته لېږي»

۱۴۰۲ آذر ۲۴, جمعه

د ملګرو ملتونو په هغه راپورکي چي د پنجشنبې په ورځ خپور سو، راغلي دي، طالب چارواکي د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي قرباني ښځي د ساتني په موخه زندان ته اچوي. طالبانو دا راپور رد کړی دی.

https://p.dw.com/p/4aDZ2
Symbolbild Ehrenmorde Gewalt gegen Frauen
انځور: picture-alliance/dpa

په ۲۰۲۱م کال کي د طالبانو واک ته له رسیدو څخه ترمخه د دولت له اړخه تمویل کیدونکی یو دفتر، چي د جنسیت له مخي له تاوتریخوالي سره مخامخ ښځي پکښي ساتل کېدلې، موجود و. د ملګرو ملتونو په راپور کي راغلي دي چي اوسمهال دغسي هیڅ یو مرکز نه سته، چي د تاوتریخوالي سره مخامخ ښځي دي هلته پنا ور وړي.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونواستازولۍ يا یوناما پلاوي ته طالب چارواکو ویلي دي، چي د ښځو لپاره د یوې دغسي سرپنا یا کور هیڅ اړتیا نه سته او دا د لویدیځ طرح ده.

د راپور له مخي طالبان هغه ښځي چي شرعي محرم ونه لري یا هم له هغه سره خوندي نه وي، زندان ته لېږي.

د یاد راپور پر بنسټ طالب چارواکي له تاوتریخوالي څخه د کړېدونکو ښځو له خپلوانو ضمانت غواړي، چي هغوی به نه ځوروي او نه به هم تاوان ورسوي. دوی د کلي مشران هم ورغواړي چي د ښځو د خپلوانو پر ضمانت شاهدان سي.

په راپور کي راغلي دي کوم مهال چي د تاوتریخوالی قرباني ښځي امنیتي ستونزي ولري، نود ساتني په موخه ښځینه زندان ته استول کیږي: «لکه څنګه چي په کابل کي د بې کوره او په نشه روږدو کسانو له پاره له زندان څخه د اوسیدو د ځای کار اخیستل کېږي.»

طالبان:«دغه معلومات سم نه دي»

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دغه راپور ردوي، هغه دویچه ویله ته وویل: «دا ښځي چیري بندیاني سوي دي؟ بېلګه يې ویلای سئ؟ زه نه پوهېږم له بده مرغه یوشمېر بنسټونه ډېر ناسم معلومات د راپور په نامه خپروي، ترڅو پروپاکنډ وکړي.»

آیا پر طالبانو فشارونه به د ښځو په هکله د دوی موقف بدل کړي؟

د ۲۰۲۱م کال راهیسي هغه وخت، چي طالبان د واک پر ګدۍ کښېناستل، نو ډېری ښځي او نجوني په خپلو کورونو کي بندیاني دي. هغوی اجازه نه لري، چي تر شپږم ټولګي لوړي زده کړي وکړي، پوهنتون اود ژوند نورو چارو د بېلګي په ډول پارک ته له تګ هم محرومي کړل سوي دی.

همدارنګه ښځي اړ دي، چي تر ۷۲ کیلومټره لیری سفر کولو له پاره له ځان سره شرعي محرم ولري اود حجاب په اړه وړاندي سوي قوانین پرځای کړي.

د جولای په میاشت کيطالبانود ټولو سینګارتونونو د تړلو امر صادر کړی، دا هغه ځایونه ول، چي ښځو کولای سوای له کوره څخه دباندي پکښي په خلاصه پښه کار وکړي.

خو له ډېرو کلونو راهیسي افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چي د ښځو ژوند پکښي تریخ دی.

د طالبانو له واکمنۍ څخه ترمخه په میلونونو نجوني د کلتوري او نورو مسایلو له امله له لوړو زده کړو څخه راګرځول سوې وې، په کم عمر کي ودونه، تاوتریخوالی اود ناوړي ګټي لمن هم پراخه غوړېدلې وه.

د بشري حقونو بنسټونو خبرداری ورکړی دی، د ښځو او نجونو پر وړاندي د طالبانود ادارې تاوتریخوالي د هغوی هر ډول قانوني حفاظت له منځه وړی دی.

د ملګرو ملتونود راپور له مخي، ښځي نور په قضایه او اجرائیه ځواکونو کي کار نه سي کولای او حق نه لري، چي د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په وړاندي ږغ پورته کړي او دوی یوازي هغه وخت کار کولای سي، چي د هغو نارینه سرپرستان کار ته راوغوښتل سي.