طالبان: د بندیانو مشروط آزادیدل د سولې د تړون خلاف دي
۱۳۹۸ اسفند ۲۱, چهارشنبهپه دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «دا موضوع د سولې په تړون کې په سمه توګه توضیح شوې ده چې لومړی به ۵۰۰۰ طالب بندیانو آزادیږي او بیا به د افغانانو خبرې اترې پیلیږي.»
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې په تړون کې چې د تیرې میاشتې پر ۲۹مه نیټه د قطر په پلازمینه دوحه کې لاسلیک شو، راغلي دي چې واشنګټن به د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلیدو مخکې چې د مارچ میاشتې لسمې نیټې ته پلان شوې وې، د ۵۰۰۰ طالب زندانیانو د آزادیدو چارې تسهیل کړي.
طالبانو بیا ژمنه کړې ده چې د دې په بدل کې به له خپلو زندانونو څخه افغان حکومت پورې تړلي ۱۰۰۰ بندیان خوشي کړي. خو ولسمشر غني د دې پلان سخت مخالفت وکړ او ویې ویل چې په دومره لنډه موده کې د دومره ډيرو زندانیانو آزادول شونې دي.
اوس ولسمشر غني د یوه فرمان په صادرولو سره په دوو مرحلو کې او په مشروط ډول د یو شمیر طالب زندانیانو د آزادولو امر کړی دی.
شاهین له رویترز خبري آژانس سره په مرکه کې زیاته کړې: «موږ هیڅکله هم د زندانیانو له مشروط آزادي سره موافق نه وو. که څوک د دې ادعا کوي، نو دا به د فبروري پر ۲۹مه د لاسلیک شوي سولې تړون پر خلاف وي.»
د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د تړون له مخې باید د مارچ میاشتې پر لسمه نیټه د افغانانو تر منځ هم خبرې اترې پیل شوې وای، خو دغه چاره هم لا تر اوسه نه ده پیل شوې او افغان حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو په موخه کومه ډله هم نه ده معرفي کړې.
(M.J/N.Z(Reuters