طالبان: د بندیانو د آزادیدو بهیر نه دی بشپړ شوی
۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سهشنبهد سولې د بین الافغاني خبرو اترو د ژر پيلیدو له پاره د کوښښونو سربیره تر اوسه پورې هم د مذاکراتو د پيل نیټه نه ده معلومه شوې. په دې وروستیو کې طالبانو اعلان کړی دی چې تر اوسه پورې د دې ډلې د بندیانو د آزادیدو بهیر نه دی بشپړ شوی.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوي ویاند محمد نعیم وردګ په خپل تویتر کې لیکلي دي: «تر اوسه پورې د اسلامي امارت د بندیانو د آزادیدو پروسه نه ده بشپړه شوې او په دې اړه کار روان دی.»
نوموړي ټینګار کړی دی کله چې د بندیانو د آزادیدو پروسه بشپړه شي، نو د دوی مذاکراتي ډله د بین الافغاني خبرو اترو له پاره تیاره ده.
خو د سولې په چارو کې د افغانستان د حکومت وزارت اعلان کړی دی چې حکومت د سولې خبرو اترو د پيل له پاره خپل ټول مسئولیتونه بشپړ کړي دي. د نوموړي وزارت ویانده ناجیه انوري وایي: «اړینه ده چې مقابل لوری هم په رسمي ډول د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړي چې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د آزدولو بهیر یي بشپړ کړی دی او له دوی سره هیڅ یو بندي شتون نه لري.»
د افغانستان د ملي امنیت شورا تیره اونۍ اعلان وکړ چې د طالب بندیانو د آزادولو بهیر بشپړ شوی دی او د دې ډلې ۴۰۰ خطرناک بندیان په استثنا د یو شمیر هغو کسانو چې بهرني هیوادونه د هغو په هکله ملاحظه لري، خوشې شوي دي.
رویټرز هم د یو شمیر افغان چارواکو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان حکومت ۷ تنه طالب زندانیان چې د بهرنیو سرتیرو د وژنې په جرم یې محکوم کړي دي، د سولې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل څخه مخکې قطر ته انتقال کړي دي.
یو شمیر افغان سیاسي شخصیتونه له حکومت او طالبانو غواړي چې د سولې په لاره کې دې خنډونه نه رامنځته کوي. د افغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشر محمد کریم خلیلي د احمد شاه مسعود د ۱۹ تلین په مناسبت غونډه کې وویل چې هیڅ لوری باید د سولې مذاکراتو مخ ته خنډ رامنځته نه کړي او د افغانستان د شخړې له پاره د منطقي حل لارې غوښتنه یې وکړه.
داسې ښکاري چې تر اوسه پورې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل له پاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اختلافات نه دي حل شوي. دواړه خواوې د خبرو اترو د ځنډول کیدو پړه یو پر بل ور اچوي.
ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې اترې د دوشنبې په ورځ پيل شوي وای او د افغان حکومت پلاوی قطر ته د سفر له پاره تیار وو، خو تر اوسه پورې د دغه پلاوي د سفر او د سولې د خبرو اترو د پيلیدو په اړه هیڅ خبر نشته. د افغانستان حکومت له طالبانو تمه لري، څو بین الافغاني خبرو اترو د پيل له پاره خپل تیاری ښکاره کړي.