طالبان: د اوربند وړاندیز مو د امریکا استازي ته سپارلی
۱۳۹۸ دی ۲۶, پنجشنبهځينو هغو طالب چارواکو چې د سولي په اړه له روانو خبرو خبر دي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۶مه نیټه) ویلي دي چې په قطر کې د طالبانو استازو امریکايي لوري ته د لنډ مهاله اوربند په هکله د طالبانو د وړاندیز سند سپارلی دی. د معلوماتو له مخې د دغه لنډ مهاله اوربند موده د اوو او لسو ورځو ترمنځ ټاکل شوې ده.
د طالبانو له لوري د اوربند دغه وړاندیز ته د یوه داسې فرصت په توګه کتل کیږي چې په پایله کې به یې امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د سولې یو توافق ترلاسه او بلاخره به له افغانستان څخه د یو شمیر امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه هم برابره شي.
د معلوماتو له مخې د اوربند دغه وړاندیز د قطر په پلازمینه دوحه کې چیرته چې طالبان سیاسي دفتر لري، د چهار شنبې په ورځ د افغان سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سپارل شوی دی.
تر دې وړاندې خلیلزاد ویلي ول چې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په توافق کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو موضوع هم شامله ده خو طالبانو بیا له افغان حکومت سره تر اوسه پورې د هر راز خبرو وړاندیز رد کړی دی.
تر دې وړاندې د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو دغه لړۍ په کابل کې د طالبانو له لوري تر یوې چاودنې وروسته د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شوې وه. ولسمشر ترمپ څه موده وړاندې د افغان سولې په تړاو د طالبانو په هکله خپل موقف بیرته نرم کړ او د سولې د خبرو د بیا پیلیدو هیله یې څرګنده کړې وه.