1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان: جنګیالو ته ویل شوي چې نن هیڅ راز برید ونه کړي

۱۳۹۸ اسفند ۱۰, شنبه

په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې تر تړون وړاندې، طالبانو خپلو ټولو جنګیالو ته امر کړی چې په ټول هیواد کې نن بریدونه ونه کړي. ټاکل شوې چې په څو ساعتونو کې به د طالبانو او امریکا ترمنځ یو تړون لاسلیک شي.

https://p.dw.com/p/3Yd07
Afghanistan Taliban-Kämpfer in Farah
انځور: picture-alliance/AP Photo

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه) د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې نن یې په افغانستان کې خپلو جنګیالو ته ویلي چې په ټول هیواد کې دې بریدونه نه کوي. مجاهد د رویترز خبري آژانس ته په دې هکله ویلي: «د ملت [افغانانو] د خوښۍ له پاره...ټولو طالب جنګیالیو ته امر شوی څو له هر راز برید څخه نن ورځ ډډه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعتونه وروسته به د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو یو تړون هم لاسلیک شي. دغه تړون د دواړو لورو ترمنځ تر کابو یو نیم کال مذاکراتو وروسته نهايي شوی دی.

مجاهد رویترز خبري آژانس ته همدا راز وویل: «تر ټولو ستره موضوع دا ده چې موږ هیله من یو، امریکا متحده ایالات به د سولې د تړون او د مذاکراتو پرمهال خپلو ژمنو ته متعهد پاتې شي.» د طالبانو ویاند همدا راز زیاته کړه چې د بهرنیو ځواکونو جنگي الوتکې د طالبانو تر کنترول لاندې په سیمو کې پروازونه کوي، چې دغه کار پارونه او یو مزاحمت دی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون تر لاسلیک کیدو وروسته امریکا متحده ایالات اړ دي چې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي او په بدل کې یې طالبان بیا اړ دي چې له افغان حکومت سره خپل منځي مذاکرات پیل او افغانستان د ترهگرانو په یوه مرکز باندي تبدیل نه کړي.