1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان: جلال الدين حقاني مړ شوی دی

۱۳۹۷ شهریور ۱۳, سه‌شنبه

جلال الدین حقاني، چې د حقانې شبکې په نوم وسله والي ډلې مشر وو مړ شوی دی. دغه خبر افغان طالبانو ورکړی دی. حقاني شبکه په افغانستان کې د ډیرو بریدونو مسئوله گڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/34Fb2
Jalaluddin Haqqani | Gründer des Haqqani Netzwerks
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/File/M. Riaz

د طالبانو له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی او مشر جلال الدین حقاني، د ورپیښې اوږدې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی. خو په دغه بیانیه کې د حقاني د مړیني وخت یا نیټه نه ده یاده شوې.

رسنیو په ۲۰۱۵م کال کې د حقاني د مړیني رپوټ ورکړی وو، خو طالبانو او د هغه د کورنیو غړو دغه ادعاوې رد کړې وې. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې په تیر وخت کې افغان یاغي ډلې په دې توانیدلي دي چې د خپلو مشرانو مړیني پټې کړي، لکه د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړیني خبر تر دوو کلونو پورې پټ ساتل شوی وو.

حقاني په ۱۹۷۰م کلونو کې د خپلې شبکې بنسټ ایښی وو. دغې ډلې د افغان – شوروي جګړي پر مهال د یوې چریکي ډلې په توګه شهرت وموند چې د امریکا متحدو ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې، له ملاتړه برخمنه وه. د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې پر مهال حقاني د سي آی اې ځانګړې پام ځان ته راواړاوه او آن هغه وخت د کانګرس غړي چارلي ویلسن ورسره ملاقات وکړ.

خو بیا وروسته دغي شبکې له افغان طالبانو سره اتحاد وکړ او د نورو عربي تندلارو لکه اسامه بن لادن په څیر جهادیانو سره نزدې اړېکې ټینګې کړې. د طالبانو رژیم پر مهال هغه د سرحدنو وزیر هم ټاکل شوی وو.

په ۲۰۰۱م کال کې پر افغانستان باندې د امريکا متحدو ایالاتو تر یرغل وروسته چې په پایله کې یې د طالبانو رژیم ړنګ شو، حقاني شبکه پر افغان او امریکایي ځواکونو او همداشان پر ملکیانو باندي په منظمو بریدونو مشهوره شوه.

په ۲۰۱۷م کال کې په پلازمېنه کابل کې د یوه بمي برید پړه هم پر دغي ډل اچول کيږي چې په پایله کې تر۱۵۰ زیات کسان ووژل شول. خو د دغه ډلې غړي په برید کې لاس لرل ردوي.

حقاني شبکې په لوړه کچه برمته نیونې هم کړي دي. په دغه ډله کې په وروستیو کې د یوې کاناډایي امریکایي ښځې او خاوند نیول هم شامل دي چې تیر کال آزاد شول. د نوموړي ډلې په بند کې دغو بنديانو درې ماشومان هم وزیږول.

امريکا متحدو ایالاتو په ۲۰۱۲م کال کې د حقاني شبکه د یوه تروریستي سازمان په توګه ونوموله او پاکستان پرې د «عمل د ملي پلان» په ترڅ کې بندیز ولګاوه. خو امریکایي او افغان چارواکي وایي چې دغه ډله خپل فعالیتونه د پاکستان د استخباراتي ادارې په ملاتړ کوي، خو اسلام آباد تل دغه تورونه ردوي.

حقاني څه موده وړاندې د دغې شبکې مشري خپل زوی سراج الدین حقاني ته سپارلي ده. سراج الدین د افغان طالبانو د مشر مرستیال هم دی. د حقاني یو زوی انس حقاني له افغان حکومت سره بندي دی. داسې رپوټونه هم ورکول کیږي چې دغه ډله د پاکستان په شمالي وزیرستان کې مېشته ده.

(afp,Reuters(S.R/N.Z