1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

له درو ورځو راهیسې د پنجشیر په پنځو ولسوالیو کې د مقاومت جبهې او طالبانو ترمنځ د جګړې رپوټونه ورکول کیږي. دواړه لورې یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي. د ځایي اوسیدونکو په وینا د هستوګنې لس کورونه سوځول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4GmgG
طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کوي
طالبان او مقاومت جبهه یو او بل ته د تلفاتو اوښتو خبره کويانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د پنجشیر ولایت اوسیدونکي وایي چې د شتل، خنج، دره، آبشار او رخه ولسوالیو او همداشان د پنجشیر ولایت په دویمه حصه کې له درو ورځو راهیسې جګړه روانه ده چې د طالبانو ۵۰ او د ملي مقاومت جبهې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځایي اوسیدونکي چې ټول یې د نوم نه نشرولو په شرط خبرو ته حاضر شول وویل چې طالبانو په پریان ولسوالۍ کې اووه او په دره ولسوالۍ کې درې کورونه سوځولي دي. د هغوی په خبره طالبانو ملکیان نیولې او ربړولي یې دي.

طالبانو په پنجشنیر کې د ملکيانو د نیولو خبره تائيد کړه

د پنجشیر یوه اوسیدونکي دویچه ویله ته وویل چې له دې ولایت څخه په څرخي الوتکو او موټرو کې د طالبانو د زیاتو جسدونو د انتقالیدو شاهد دی: «طالبانو ته زیات تلفات اوښتي. دوه ځلې الوتکې راغلې او زما د سترګو وړاندې یې له ستدیوم څخه د خپلو قوماندانانو جسدونه یوړل. د سرتیرو جسدونه مو روغتون ته یوړل. ځینې مو په همدې سیمو کې ښخ کړل.»

په پنجشیر کې د طالب ځواکونو حضور
په پنجشیر کې د طالب ځواکونو حضورانځور: Sayed Khodaiberdi Sadat/AA/picture alliance

په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس پر لاس کیږي چې طالبانو د مقاومت جبهې یو شمیر ځواکونه نیولي دي. د ټولنیزو شبکو کاروونکو لیکلي دي چې د یوه پلار او د هغه د دوو زامنو په شمول یو شمیر جنګي بندیان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د احمد شاه مسعود مقبرې ته څېرمه د طالبانو اتڼ غبرګونونه راپارولي

یوه بل ځایي اوسیدونکي هم تائید کړه چې د یوه پلاره او دوه زامنو په شمول د مقاومت جبهې اووه تنه د طالبانو له لوري تر نیول کیدو وروسته وژل شوي دي. د هغه په خبره: «د شابه په قرار ګاه کې د محمد یار او د هغه د دوو زامنو په شمول اووه تنه د طالبانو له لوري تر محاصرې وروسته نیول شوي او بیا وژل شوي دي.»

یو میاشت کیږي چې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر، د پنجشیر او اندراب له پاره نظامي مسوول ټاکل شوی دی او په دې موده کې د دواړو لورو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی.

ملي مقاومت جبهې تیره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبانو ماتې خوړلې ده او ادعا یې کړه ده چې د دوشنبې په ورځ ۲۵ طالبان او ۳۲ نور د یکشنبې په ورځ وژل شوي او په لسونو نور ټپیان شوي دي.

د احمدشاه مسعود د مقبرې يوه برخه تخریب شوې

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور، بیا له خپل لوري په بنجشیر کې د مقاومت جبهې د ماتې ادعا کوي. هغه دویچه ویله ته وویل: «بغاوت کوونکو ماتې خوړلې ده، شا او خوا ۱۰۰ کسان یې نیول شوي او ۳۴ یې وژل شوي دي. اوس وضعیت آرام دی.»

د سیاسي چارو یو کارپوه وایي چې دواړو لورو ته په دغو نښتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده او پر دې سربیره ملکي کسانو او ځایي اوسیدونکو ته هم زیان اوښتې چې د جګړې د قوانینو خلاف کار دی.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي، دویچه ویله ته وویل چې طالبان له ټولو ابزارو او انتخابونو استفاده کوي، څو خلک و ویروي او هر کله چې په غرونو کې د مقاومت جبهې له ځواکونو سره نښته کوي، په کلیو کې پر خلکو فشار راوړي.

په پنجشیر کې د مقاومت جبهې ځواکونه
په پنجشیر کې د مقاومت جبهې ځواکونهانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

فرهادي زیاتوي: «ټوله نړۍ باید پر طالبانو فشار راوړي چې هماغه مذاکرات چې په دوحه کې یې ژمنه کړې وه، بشپړ کړي. طالبان یو څه مخکې ولاړل او په ایران کې یې له احمد مسعود سره ولیدل. خو معلومه نه شوه چې د دواړو لورو غوښتنې څه وې او کومې نتیجې ته ورسیدل.»

نړیوال سازمانونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې د پنجشیر په مختلفو برخو او اندراب کې د طالبانو له لوري د نیولو، شکنحې او وژلو د رپوټونو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.